روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۳۸ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۱۱:۳۸

«د سولې تیره څنډه»؛ هغه مستند فلم چې د سولې په مذاکراتو کې د افغان مېرمنو زړورتیا ښيي

پایگاه خبری تحلیلی روایت :  د رویا سادات له خوا «د سولې تیره څنډه» جوړ شوی نوی مستند  د ۲۰۲۰ په اګست کې د تېر حکومت د پارلمان غړې او د ښځو حقونو پر فعالې فوزیه کوفي د وسله‌وال برید له یوې ځورونکې شېبې سره پیلېږي.رویټرز خبري اژانس شنبه د غويي پر ۸مه راپور ورکړی چې دا فلم د کاناډا «هاټ ډاک» مستند په فیستیوال کې چې د روان کال د مۍ تر ۵مې به دوام وکړي، نندارې ته وړاندې کېږي.

د رویا سادات له خوا «د سولې تیره څنډه» جوړ شوی نوی مستند  د ۲۰۲۰ په اګست کې د تېر حکومت د پارلمان غړې او د ښځو حقونو پر فعالې فوزیه کوفي د وسله‌وال برید له یوې ځورونکې شېبې سره پیلېږي.

رویټرز خبري اژانس شنبه د غويي پر ۸مه راپور ورکړی چې دا فلم د کاناډا «هاټ ډاک» مستند په فیستیوال کې چې د روان کال د مۍ تر ۵مې به دوام وکړي، نندارې ته وړاندې کېږي.

دا ۹۵ دقیقې فلم چې د رویا سادات له خوا جوړ شوی، په افغانستان کې د هغو ښځینه رهبرانو زړورتیا ښیي چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یې د بدلون لپاره هلې ځلې کړې دي.

د فلم جوړونکې رویا سادات رویټرز خبري اژانس ته وویل: «دا یوه تراژیدي ده، خو ورته مهال، کله چې ښځې په لاریونونو کې برخه اخلي، تاسو د ښځو ځواک او د دغه هېواد ښکلا لیدلی شئ.»

د دغه راپور پر بنسټ، کوفي د فاطمه ګیلاني، حبیبه سرابي او شریفه زرمتۍ په ګډون د ښځینه مذاکره‌کوونکو ترمنځ یوه کلیدي څېره وه چې له طالبانو سره د سولې هوکړې ته د رسېدو په موخه یې د دوحې په ناستو کې ونډه لرله.

دا مستند د افغان مرکچي ټیم د ښځو له نظره د سولې ناکامې خبرې منعکسوي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x