روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۰۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۰۹

د سنګسار او دورو په هکله د طالبانو د غایب مشر د څرګندونو غږیز کلېپ د ملي راډیو‌ټلوېزیون له پلټفارمونو ‌لرې شو

د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو‌ټلوېزیون د دې ډلې د غایب مشر ملا هبت‌الله اخندزاده اړوند هغه غږیز کلېپ چې پکې د ښځو سنګسار او دورو وهلو په ګډون د شرعي احکامو پر پلي کولو ټینګار شوی و، له خپلو ټولنیزو پاڼو او وېب‌پاڼې لیرې کړی دی.

هبت‌الله اخندزاده ته منسوب غږیز کلېپ یک‌شنبه د وري پر ۵مه د طالبانو تر واک لاندې د ملي راډیو‌ټلوېزیون له لوري خپور شو.

دا لا روښانه نه ده چې د طالبانو غایب مشر دا څرګندونې کله او چېرته کړي؛ خو «ملي‌راډیو‌» د هغه وروستۍ څرګندونې بللې وې.

په هغه غږیز کلېپ کې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده یو ځل بیا پر هغه څه چې نوموړی یې «د شرعي حدودو تطبیق» بولي ټینګار کړی  او ویلي دي چې له دې وروسته به شریعت په عملي ډول پلی او ښځو ته به په عام محضر کې سزا ورکړي.

نوموړي د لوېديځ د بشري حقونو او ښځو پر ازادۍ نيوکه کړې او زیاتوي چې په افغانستان کې د طالبانو ديني عالمان به په دوامداره توګه د لوېديځ او د هغوی د ډيموکراسۍ پر وړاندې مبارزه وکړي.

د طالبانو د غایب مشر دا څرګندونې د هېوادوالو، سیاستوالو، د مدني ټولنې فعالانو او د بشري حقونو د بنسټونو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x