روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۰۱ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۸:۰۱

د روغتیا نړۍوال سازمان: تېره میاشت په افغانستان کې د تنفسي ناروغۍ له امله ۳۸۳ کسان مړه شوي

د روغتیا نړۍوال سازمان په افغانستان کې د روان کال د جنورۍ په وروستیو دوو اونیو کې د تنفسي ناروغیو د زیاتوالي خبر ورکړی دی.

د روغتيا نړۍوال سازمان په راپور کې چې د يک‌شنبې ورځ، سلواغې پر ١٥مه خپور شو ويل شوي، په دې موده کې په افغانستان کې د تنفسي ناروغيو نږدې ٨٤ زره پېښې ثبت شوې دي.

د دغه سازمان د شمېرو پر بنسټ، د روان زېږديز کال د جنورۍ له لومړۍ تر ٢٧مې پورې په افغانستان کې د تنفسي ناروغۍ  ۱۶۰ زره او ۷۵۶ پېښې ثبت شوې دي چې له دې جملې ٣٨٣ کسان د هېواد په ٣٤ ولايتونو کې د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي چې د دغې ناروغۍ د ثبت شویو شمېرو اوسنی اوسط د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۲ کلونو په پرتله لوړ دی.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، په دغې ناروغۍ د اخته کسانو له ډلې ۶۲.۹ سلنه یې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان او ۴۹.۳ سلنه یې ښځې او نجونې دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان د شمېرو پر بنسټ، په افغانستان کې تر ۲۰۲۳ کال پورې د تنفسي ناروغیو د ناروغانو شمېر یو میلیون او ۳۸۴ کسانو ته رسېږي چې ۶۱.۵ سلنه یې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي.

پر دې سربېره سږکال په ټول افغانستان کې ۲ زره او ۷۹۸ کسان د تنفسي ناروغیو له امله مړه شوي دي.

د ویلو ده چې د روغتیا نړۍوال سازمان څو ورځې وړاندې خبر ورکړی و چې اوسمهال ۹.۵ میلیونه افغانان په هغو سیمو کې ژوند کوي چې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x