روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۲:۳۹ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۱۲:۳۹

د راډیو نړۍواله ورځ؛ یوناما په افغانستان کې اطلاعاتو ته د لاس‌رسي پر حق ټینګار وکړ

د راډیو نړۍوالې ورسره جوخت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي چې له راډیو پرته د نړۍ تصور کول ګران کار دی.

یوناما د سې‌شنبې ورځ، سلواغې پر ۲۴مه په خپلې اېکس پاڼې کې لیکلي چې په افغانستان کې «اطلاعاتو ته د لاس‌رسي او د بیان ازادۍ له حقه» ملاتړ کوي.

د دغه بنسټ د معلوماتو پر بنسټ، دمګړۍ په افغانستان کې ۱۵۰ راډیوګانې فعالې دي.

ورته مهال، د یوناما مشرې رزا اوتونبایوا د دغې ورځې په مناسبت په کابل کې له کلید او مرسل راډیوګانو څخه لیدنه کړې او ویلي یې دي: «له راډیو پرته د نړۍ تصور کول ګران کار دی.»

هغې په ​​افغانستان کې راډیو له نږدې یوې پیړۍ راهیسې د خبرونو، زده‌کړو او عامه بحثونو د یوې حیاتي سرچینې په توګه ستایلې ده.

بل‌خوا د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) د راډیو نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي چې د نړۍ له تحولاتو او پرمختګونو سره سره بیا هم راډیو  خلکو ته د باوري معلوماتو په رسونې کې رغنده رول لوبوي.

د دغه سازمان په وینا، راډیو د معلوماتو په خپرولو سره ټولنې پیاوړې کوي او د ناسمو معلوماتو د خپرولو پر وړاندې مبارزه کوي.

تر ۲۰۰۲ کال پورې یوازې «افغانستان ملي راډیو» وه؛ خو له هغه وروسته په تېرو دوو لسیزو کې په هېواد کې د خصوصي راډیوګانو د جوړېدو بهیر پیل شو. په دې موده کې په کابل او ولایتونو کې سلګونه راډیوګانې خپرونې لرلې او یو وخت په افغانستان کې د خصوصي راډیوګانو شمېر ۳۰۷ ته وسېد.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دغو راډيوګانو شمېر په بې ساري ډول کم شو او دا مهال شاوخوا ۱۸۰ راډيوګانې فعالې دي.

د خبریالانو او رسنیو څخه د ملاتړ یو شمېر ملي او نړۍوال بنسټونه وايي، چې د دغو راډیوګانو د خپرونو د بندېدو لامل اقتصادي ستونزې، د طالبانو له لوري پر رسنیو او خبریالانو لګول شوي بندیزونه او محدودیتونه دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x