روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۲۰ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۲۰

د داعش له بریدونو وېره؛ طالبانو د کندهار په جوماتونو کې امنیتي تدابیر زیات کړي

په کندهار کې د کابل بانک پر ولایتي دفتر له خونړي برید وروسته، طالبانو د دغه ولایت په ګڼو جوماتونو کې امنیتي تدابیر زیات کړي دي.

سرچینې یک‌شنبه د وري پر ۱۲مه رسنی ته ویلي چې طالب جنګیالي د کندهار په ډېرو سيمو کې جوماتونو ته تر ننوتو دمخه لمونځ کوونکي تلاشي کوي.

د سرچينې په خبره، طالبانو همداراز له ځايي اوسېدونکو غوښتي چې د جوماتونو په امنيت کې له دې ډلې سره همکاري وکړي.

په کندهار کې د وروستي ځانمرګي برید په پایله کې ۴۵ کسان ووژل شول او ۵۶ نور ټپیان شول.

د دې خونړي برید په قربانیانو کې ملکیان هم شامل وو.

داعش ډلې د کابل بانک د ولایتي دفتر مخې ته د برید پړه پر عاړه اخیستې او ادعا یې کړې چې د دغې ډلې بریدګر د طالبانو د شاوخوا ۱۵۰ غړو په منځ کې ځانمرګی برید کړی دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x