روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۴۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۸:۴۹

د خوست شیخ زاید پوهنتون ته څېرمه یو ډله‌ییز قبر موندل شوی

په خوست کې د طالبانو ښاروالۍ په دغه ښار کې شیخ زاید پوهنتون ته څېرمه د یو ډله‌ییز قبر د موندلو خبر ورکړی، چې لږ تر لږه ۱۰۰ جسدونه پکې خښ شوي و.

یادې ښاروالۍ دوشنبه د سلواغې پر ۲۳مه ویلي چې دا ډله‌ییز قبر په «څلبني» سیمه کې د اوبو د زېرمه کولو لپاره د یو بند د کېندنې پر مهال موندل شوی دی.

د دغه بنسټ په وینا، دا کسان له خپلو جامو سره تر خاورو لاندې شوي و چې ښځې او ماشومان هم پکې دي.

ورته مهال، سرچیني مني چې د لومړنیو څېړنو له مخې دا کسان په مرمیو وژل شوي دي.

د دې کسانو پېژندګلوي او د وژنې نېټه یې په ډاګه نه ده.

له دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ډله‌ییز قبرونه موندل شوي و.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x