روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۲:۴۴ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۱۲:۴۴

د جنايي پېښو زیاتېدل؛ په هرات کې یو سړی وژل شوی دی

په هرات کې سیمه‌ییزو سرچینو د یو سړي د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

وژل شوی کس عیدي محمد نومېده او ۵۰ کلن و.

عیدي محمد چهارشنبه د وري پر ۱۵مه له غرمې وروسته د هرات د کشک رباط سنګي ولسوالۍ په یکه‌توت کلي کې په ډزو وژل شوی دی.

د دې پېښې لامل «شخصي دوښمني» بلل شوې ده.

په هرات کې طالبانو هم د دې پېښې پخلی کړی او ویلي دي چې په دې تړاو یې یو کس نیولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې نن سهار د بادغیس د بالامرغاب ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د یو ۴۶ کلن سړي مړی موندل شوی دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x