روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۵۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۵۹

د تورخم کړکېچنه دروازه؛ نن یې څلورمه ورځ شوه چې د تګ‌راتک پر مخ بند ده

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د تورخم دروازې د بار وړونکو موټرو پر مخ د بندېدو لړۍ څلورمه ورځ شوه چې له امله یې سوداګرو او موټر چلوونکو ته لوی مالي زیانونه اړولي دي.يو شمېر موټر چلوونکو  وویل چې دغه دروازه بايد ژر تر ژره بېرته پرانيستل شي.

د تورخم دروازې د بار وړونکو موټرو پر مخ د بندېدو لړۍ څلورمه ورځ شوه چې له امله یې سوداګرو او موټر چلوونکو ته لوی مالي زیانونه اړولي دي.

يو شمېر موټر چلوونکو  وویل چې دغه دروازه بايد ژر تر ژره بېرته پرانيستل شي.

پاکستاني پوله‌ساتو د روانې اونۍ په لومړۍ ورځ دغه دروازه د دې له امله تړلې چې افغان موټر چلوونکي پاسپورتونه او ویزې نه لري.

که څه هم طالبانو د شنبې ورځ ویلي وو چې دوی هڅه کوي دغه ستونزه هواره کړي؛ خو لا هم دغه دروازه د ټرافیکو پر مخ نه ده خلاصه شوې.

په تورخم دروازه کې د بار وړونکو موټرو چلوونکي وايي چې په دې موده کې دوی ته مالي زیانونه اوښتي او باید ژر تر ژره دغه لار پرانیستل شي.

دوی وايي، له یوې خوا په افغانستان کې د پاسپورټ اخیستل ستونزمن دي او له بلې خوا پاکستان دوی ته ویزې نه ورکوي؛ په پایله کې دوی نه پوهېږي چې څه وکړي.

دوی زیاتوي چې طالبان باید له پاکستان سره خپله ستونزه دایمي هواره کړي.

د تورخم دروازه د هېواد په کچه یو له ټرانزیټي لارو څخه ده چې بندېدل یې دواړو غاړو ته د توکو پر بیو ډېر اغېز کوي.

په تېرو دوو مياشتو کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ د شخړو له امله دغه لاره څو ځلې تړل شوې او بيا پرانيستل شوې ده.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x