روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۰۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۰۵

د بلوچستان په پلازمېنه کوټه کې ملا هیبت‌الله ته نږدې کس وژل شوی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په کندهار کې سیمه‌ییزې سرچينې وايي چې په پاکستان کې د طالبانو د جهادي مدرسې يو مسوول د ناپېژاندو وسله‌والو له خوا وژل شوى دى.ناپېژاندو وسله‌والو مولوي محمد عمرجان اخندزاده د پاکستان بلوچستان ایالت په پلازمېنه کوټه ښار کې جمعه د وري پر ۳۱مه وژلی دی.

په کندهار کې سیمه‌ییزې سرچينې وايي چې په پاکستان کې د طالبانو د جهادي مدرسې يو مسوول د ناپېژاندو وسله‌والو له خوا وژل شوى دى.

ناپېژاندو وسله‌والو مولوي محمد عمرجان اخندزاده د پاکستان بلوچستان ایالت په پلازمېنه کوټه ښار کې جمعه د وري پر ۳۱مه وژلی دی.

په کندهار کې د طالبانو د جهادي مدرسې مسوول، مولوي عمرجان د طالبانو غایب مشر ملا هیبت‌الله ته د نږدې کسانو له ډلې و.

هغه د اختر رخصتۍ د تېرولو او د خپلې کورنۍ د ليدنې په موخه پاکستان ته تللی و.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

دا لومړی ځل دی چې د طالبانو مشر ته نږدې کس په پاکستان کې وژل کېږي.

د یادونې ده چې د طالبانو د یو شمېر مشرانو کورنۍ په پاکستان کې ژوند کوي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x