روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۰:۲۳ ق٫ظ
ننې نیټه : ۳۱-۰۲-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 6
تاریخ : ۳۱-۰۲-۱۴۰۳
ساعت : ۰۰:۲۳
: 6

د امریکا پراختیايي بنسټ: سږ میلادي کال په افغانستان کې شري ناروغۍ ۲۹ کسان مړه کړي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په افغانستان کې د امریکا پراختیايي ماموریت (USAID) مدیر جوئل سندفور ویلي چې شری ساري ناروغي ده او په دغه هېواد کې یې د ۲۰۲۴ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ۲۹ کسان مړه کړي دي.سندفور دوشنبه د غويي پر ۲۴مه په اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې په کابل کې د امریکا پراختیايي ادارې په ملاتړ له یو کلنۍ ښکته څه باندې ۱۸۷ زره ماشومان واکسین شوي دي.

په افغانستان کې د امریکا پراختیايي ماموریت (USAID) مدیر جوئل سندفور ویلي چې شری ساري ناروغي ده او په دغه هېواد کې یې د ۲۰۲۴ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ۲۹ کسان مړه کړي دي.

سندفور دوشنبه د غويي پر ۲۴مه په اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې په کابل کې د امریکا پراختیايي ادارې په ملاتړ له یو کلنۍ ښکته څه باندې ۱۸۷ زره ماشومان واکسین شوي دي.

نوموړي زیاته کړه: «د ټولو ساري ناروغیو لکه شري پر وړاندې واکسین کولو سره د خپل ماشوم ژوند وژغورئ.»

پروسږکال یوازې د بدخشان په ولایتي روغتون کې د شري ناروغۍ نهه زره او ۷۷۸ مثبتې پېښې ثبتې شوې وې چې له ډلې یې ۲۱ ماشومان مړه شوي و.

روغتیا نړیوال سازمان څه موده وړاندې ویلي و چې په هېواد کې تېرې څو میاشتې د شري او اسهال په ګډون پر ساري ناروغيو د اخته کسانو شمېر پام وړ زيات شوى دى.

د يادونې ده چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د روغتيايي کارکوونکو او پرسونل د کمښت په ګډون روغتيايي سکټور له جدي ننګونو سره مخ شوى دى.

د طالبانو له لوري د ښځینه کارکوونکو پر وړاندې د محدودیتونو لګول د دې لامل شوي چې مرستندویه بنسټونه ونه شي کړای په سمه توګه خلکو ته روغتیايي چوپړونه وړاندې کړي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x