روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۵۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۵۹

د امریکا اریزونا ایالت پوهنتون د افغان نجونو لپاره د زده‌کړو انلاین پروګرام پېل کړ

د امریکا اریزونا ایالت پوهنتون او ځينو کاناډايي مېرمنو د افغان نجونو او ښځو لپاره پرلیکه د انګلیسي ژبې د زده‌کړې پروګرام پېل کړی دی.

د اریزونا ایالت پوهنتون دوشنبه د کب پر ۱۴مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دا پروګرام یې «د بشریت لپاره زده‌کړې» تر سرلیک لاندې پېل کړی دی.

نوموړي پوهنتون زیاته کړې چې دمګړۍ د ټول هېواد په کچه پرلیکه نږدې دوه زره نجونې د خپلو ټيلفونونو او کمپیوټرونو له لارې په دغه پروګرام کې برخه اخلي.

د خبرپاڼې په حواله، د اریزونا ایالت پوهنتون «د بشریت لپاره زده‌کړې» تر سرلیک لاندې پروګرام په ۲۰۱۷ کال کې پېل کړ او په ټوله نړۍ کې زده‌کوونکو ته د ژبې، د کالج لپاره د تېاري او کاري مهارتونو په برخه کې زده‌کړې ورکوي.

د یادولو ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، پر نجونو او ښځو پراخ بندیزونه لګېدلي دي.

دمګړۍ نجونې او ښځې ښوونځي، پوهنتون او کار ته د تګ اجازه نه لري.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x