روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱:۲۲ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۱۳:۲۲
: 1

د «افغان ایوک» ډلې افغانانو ته د «اېس‌ای‌وي» ویزو د ورکړې غوښتنه وکړه

د «افغان ایوک» په نوم ډلې د امریکا له کانګرېسه غوښتي چې د افغانانو لپاره د امریکا د کډوالۍ ځانګړې (اېس‌ای‌وي) ویزو د ورکړې لپاره سمدستي اقدام وکړي.

یاد بنسټ شنبه‌شپه د کب پر ۲۷مه په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د امریکا د کانګرېس «بې‌پروایي» د دغه هېواد د زرګونو متحدینو د مرستې حیاتي پروګرام له ګواښ سره مخ کوي.

دې بنسټ زیاته کړې: «زموږ افغان متحدینو لپاره وخت په تېرېدو دی. که کانګرېس ژر ترژره اضافي ویزې تصویب نه کړي، هغه پروګرام چې زموږ متحدینو ته خوندي تګ راتګ چمتو کوي، د بشپړ پرځېدو له ګواښ سره مخ دی.»

افغان ایوک د متحده‌ایالاتو د مېشتیدنې د بېلابېلو سازمانونو یو ایتلاف دی او د هغو افغانانو د لیږد په برخه کې چې له امریکايي ادارو یا پوځ سره یې سره کار کړی وي، فعالیت کوي.

دا په داسې حال کې ده چې رویټرز خبري اژانس د اګست پر ۱۶مه راپور ورکړی و چې افغانانو ته د امریکا د کډوالۍ ځانګړې ویزې (اېس‌ای‌وي) د ورکړې بهیر به د روان کال تر پایه پای ته ورسېږي.

د امریکا کانګرېس دغه ویزې هغو ۳۸ زره او ۵۰۰ افغانانو ته چې په افغانستان کې یې له امریکایانو سره کار کړی و، ځانګړې کړې وې.

ورته مهال، یوازې شاوخوا اته زره «اېس‌ای‌وي» ویزې پاتې دي چې د روان کال د اګست تر پایه به وویشل شي.

د جوبایډن ادارې افغانانو د ۲۰ زرو نورو «اېس‌ای‌وي» ویزو د ورکړې غوښتنه کړې؛ خو داسې نه ښکاري چې د امریکا کانګرېس به دا غوښتنه ومني.

د راپور پر بنسټ، که امریکا افغانانو ته د کډوالۍ د ځانګړو ویزو ورکړه ودروي، په افغانستان کې به لسګونه زره افغانان د طالبانو له لوري د غچ‌اخیستنې له ګواښ سره مخ شي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x