روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۹:۰۶ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۹:۰۶

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د طالبانو د فشار له کبله خپلې چارې وځنډولې

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې ویلي چې په دغه هېواد کې یې د طالبانو د فشار له کبله خپل ټول فعالیتونه درولي دي.

سویډن راډیو راپور ورکړی چې دغې کمېټې جمعه د کب پر ۲۵مه خپل چارې درولې دي.

دغه بنسټ ویلي چې دا پرېکړه یې د طالبانو په غوښتنه او د سویډن کمېټې د کارکوونکو د امنیت خوندیتوب لپاره کړې ده.

د راپور په حواله، طالبان له ډېرې مودې راهیسې د دغې کمېټې د چارو درولو غوښتونکي و او دمګړۍ دا بنسټ نه پوهېږي چې د کارکوونکو امنیت ته په پام څنګه کولای شي خپلو چارو ته دوام ورکړي.

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې مشر انډریاس استفانسون ویلي: «موږ نه شو کولای خپل کارکوونکي له ګواښ سره مخامخ کړو.»

د نوموړي په خبره، هغه کار چې جواز ونه لري؛ په وینا یې، کولای شي ډېر ګواښونه له ځان سره ولري.

هغه زیاته کړې: «په استاهکلم کې د قرانکریم له سوځېدو روسته تر اوسه، سویډن کمېټې په څو ځایونو کې ځانګړو سیمه‌ییزو او محلي مرستو ته دوام ورکړی؛ خو اوس د طالبانو له لوري قوي پيغام ترلاسه شوی دی.»

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې له تېرو ۴۰ کالو راهیسې په افغانستان کې فعالیت کاوه.

دغه بنسټ د افغانستان په بېلابېلو برخو کې لږ تر لږه شپږ زره کارکوونکي لرل.

له دې وړاندې طالبانو د روان کال په جدي میاشت کې په غزني کې د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د پوهنې برخې چارې منع کړې وې.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x