هر ګړې د کابل په وخت : ۱۰:۳۶ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۸-۰۳-۱۴۰۴
تاریخ : ۰۸-۰۳-۱۴۰۴
ساعت : ۱۰:۳۶

ده‌نېشن ورځپاڼه: طالبان له هند سره په ملګرتیا غواړي پاکستان بې ثباته کړي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د پاکستان ده‌نېشن ورځپاڼې په یوه خپره کړې مقاله کې ویلي، چې له پاکستان سره د طالبانو «منافقت» څرګند دی، او په وینا یې چې دوی د پاکستان د بې ثباته کولو لپاره له هند سره لاس یو کړی.په مقاله کې راغلي، طالبان هغه بنسټپالي او قبیلوي دودونه پالي، چې ښځې له خپلو حقونو څخه لکه زده‌کړې او ازادۍ محروموي، سره له دې چې د دغې ډلې کړنې له اسلامي لارښوونو برعکس دي.

د پاکستان ده‌نېشن ورځپاڼې په یوه خپره کړې مقاله کې ویلي، چې له پاکستان سره د طالبانو «منافقت» څرګند دی، او په وینا یې چې دوی د پاکستان د بې ثباته کولو لپاره له هند سره لاس یو کړی.

په مقاله کې راغلي، طالبان هغه بنسټپالي او قبیلوي دودونه پالي، چې ښځې له خپلو حقونو څخه لکه زده‌کړې او ازادۍ محروموي، سره له دې چې د دغې ډلې کړنې له اسلامي لارښوونو برعکس دي.

دغه ورځپاڼه طالباني فکر او په سیمه کې د بنسټپالنې اصلي لامل او ترویج کوونکی د پاکستان د پخواني پوځي حکومت مشر جنرال ضیاالحق په ګوته کوي او لیکي: «جنرال ضیا په ۱۹۷۹ کال په افغانستان کې د نور محمد تره کي د مشروع حکومت پر وړاندې د سي ای اې په تمویل نیابتي جګړه کې پاکستان ښکیل کړ، چې تر دې مهاله یې دغه هېواد دروند قیمت پرې کوي.»

مقاله وړاندې وایي، جنرال ضیا او د هغه رژیم د دغې جګړې له بهرنیو مرستو څخه ډیره ګټه پورته کړه، خو په بدل کې یې ترهګري، افراطیت، مخدره توکي، د ټوپک کلتور او ګډوډۍ عامه پاکستانیانو ته په میراث پرېښيي دي.

مقاله زیاتوي، د جنرال ضیا میراث د پاکستان لپاره اتلولي نه، بلکې یوه تراژیدي ده، هغه د «یو قطبي نړیوال نظم په جوړولو کې د بهرنیو ګټو لپاره کار وکړ، د لېبیا او عراق له تجزیې څخه نیولې، ان په فلسطین کې تر نسل وژنې پورې یې مسلمانو هېوادونو ته تلپاتې زیانونه اړولي دي.»

د مقالې په ټکو، جنرال ضیا «باید له هر ډول عزت څخه محروم شي، ځکه ډیر کم خلک به په یاد لري، چې هغه په ۱۹۷۰ کال په اردن کې پروت و، او د ۲۰ زره بې ګناه فلسطینیانو په ډله ییزه وژنه کې ښکیل و.»

ده‌نېشن په خپله مقاله کې لیکلي، «ځینې خلک لا هم جنرال ضیا اتل بولي، خو د ستایلو پر ځای هغه باید له پوځي محکمې سره مخ شوی وای، پر هغه د باور له امله د پاکستان پخواني لومړي وزیر ذوالفقار علي بوټو خپل ژوند له لاسه ورکړ. مونږ باید د خپل تاریخ دا تیاره فصل په دقت وګورو او حساب ورسره وکړو.»

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x