روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۲۳ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۸:۲۳

داعش جنګیالیو په ننګرهار کې د طالبانو یو غړی وژلی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : سرچینې  منلې چې د طالبانو دغه غړی «کمردین» نومېده او داعش جنګیالیو د دوشنبې‌شپه، مرغومي په ۱۸مه د دره نور ولسوالۍ په «وایګل» سیمه کې د هغه پر کور برید کړی او وژلی یې دی.

په ننګرهار کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي، داعش جنګیالیو په دغه ولایت کې د طالبانو یو غړی وژلی دی.

سرچینې  منلې چې د طالبانو دغه غړی «کمردین» نومېده او داعش جنګیالیو د دوشنبې‌شپه، مرغومي په ۱۸مه د دره نور ولسوالۍ په «وایګل» سیمه کې د هغه پر کور برید کړی او وژلی یې دی.

د طالبانو دغه غړی د رخصتۍ لپاره په دره نور کې خپل کور ته تللی و.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، داعش جنګیالیو د طالبانو د دغه غړي وسلې هم له ځانه سره وړي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

داعش ډلې هم تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

ویل کېږي چې داعش د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالۍ کې نفوذ لري.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې داعش جنګیالیو د کونړ ولایت په چوکۍ ولسوالۍ کې طالبانو ته د جاسوسۍ په تور له یوه کس سر غوڅ کړ.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x