روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۳۱ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۳۱

خنجاني: پاکستان سره دښمني د افغانستان د غیر پښتنو تاریخي حماقت دی

 د جمهوري نظام د سولې وزارت مرستیال او پخواني ژورنالېست عبدالله خنجاني له پاکستان سره د افغانستان د غیر پښتنو ادعا شوې دښمني د دوی« تاریخي حماقت» ګڼلی او تور یې پورې کړی چې غیر پښتنو دا ادعا شوې دښمني د پښتنو د واکمنۍ د ټینګښت لپاره کړې ده.

نوموړي په خپله ټویټر پاڼه کې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد په اړه د پاکستان د جمیعت علمای اسلام کوند د مشر ملا فضل الرحمان هغه ادعا شوې خبره نقد کړې، چې د فضل الرحمان په وینا ملا یعقوب ورته کړې.

فضل الرحمان ادعا کړې، چې ملا یعقوب د کابل د سفر پر مهال ورته ویلي: طالبان د ځان او پاکستان ترمنځ هیڅ کوم توبیر نه ویني.

د فضل الرحمان له لوري، ملا یعقوب ته منسوبه شوې دغه خبره د نوموړي او ورته نیږدې کسانو له لوري رد یا تایید شوې نه ده.

د فضل الرحمن یاده ادعا د افغانستان انټرنشنل تلویزوني شبکې له لوري خپره شوې.

دغه شبکه، د منتقدانو لخوا ډېر ځله د طالبانو خلاف په تبلیغاتو او د خبرونو په تحریفولو تورنیږي.

د سولې د ړنګ شوي وزارت مرستیال خنجاني د دغې ادعا په اړه زیاته کړې، چې کرزی او اشرف غني دواړه پاکستان سره ښه وو او د ده په ټکو، طالبان اوس د افغانستان په شمال کې د پښتونخوا د وګړو د مدغمولو په حال کې دي.

نوموړي د افغانستان غیر پښتانه قومونه د پاکستان دښمنان ګڼلي او دا یې د دوی تېروتنه ګڼلې.

خنجاني په دې ډول غیر پښتانه هڅولي، چې پاکستان سره نیږدې شي او ښې اړیکې ورسره وپالي.

 عبدالله خنجاني، چې اوس په لندن کې ژوند کوي، په کابل کې اوږده موده د یک تلویزوني شبکې مسوول مدیر پاتې شوی و.
0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x