روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۴۶ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۴۶

جاپان له افغانستان سره ۶۰۰ زره امریکايي ډالره مرسته وکړه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) له افغانستان سره د جاپان د ۶۰۰ زره ډالرو مرستې خبر ورکړی دی.

یاد بنسټ سې‌شنبه د وري پر ۱۴مه په خپله اېکس‌پاڼه کې له جاپان مننه کړې ده.

د اوچا په خبره، دا پیسې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو صندوق ته ځانګړې شوې دي.

د وري پر ۷مه جرمني هم د افغانستان له خلکو سره ۱۵ میلیونه یورو مرسته وکړه.

دا مرستې په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي و چې دغه سازمان توانېدلی څو په افغانستان کې بشري ناورین ته د رسېدنې لپاره د اړتیا وړ مرستو یوازې درې سلنه ترلاسه کړي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x