روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۳۶ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۳۶

جاپان افغان محصلانو ته تحصیلي بورسیې ورکوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت :  په کابل کې د جاپان سفارت ویلي چې هېواد یې افغان محصلانو ته د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه تحصیلي بورسیې ورکوي.په افغانستان کې د جاپان سفارت شنبه د غويي پر ۲۲مه په اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې دا بورسیې په ۲۰۲۵ کال کې د دغه هېواد د ښوونې، فرهنګ او ټیکنالوژۍ وزارت له خوا ورکول کېږي.

په کابل کې د جاپان سفارت ویلي چې هېواد یې افغان محصلانو ته د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه تحصیلي بورسیې ورکوي.

په افغانستان کې د جاپان سفارت شنبه د غويي پر ۲۲مه په اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې دا بورسیې په ۲۰۲۵ کال کې د دغه هېواد د ښوونې، فرهنګ او ټیکنالوژۍ وزارت له خوا ورکول کېږي.

نوموړي سفارت زیاته کړې چې دغو بورسیو ته د محصلانو د ټاکل کېدو بهیر به د اقاخان بنسټ په مرسته وشي.

یاد سفارت د دغو بورسیو د شمېر په اړه څه ویلي نه دي.

د ۱۴۰۱ کال په غويي میاشت کې سرچینو ورځپاڼې ته ویلي و چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د چین پنځه تحصیلي بورسیې له دغې ډلې سره تړلو قوماندانو ته ځانګړې کړې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x