روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۲:۴۸ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۱۲:۴۸

ترکیې د یوې میاشتې په اوږدو څه باندې زر کډوال نیولي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د راپورونو په حواله، د ترکیې په شمال‌لویدیځ ادیرنه ولایت کې د یوې میاشتې په لړ کې یو زر او ۹۶ ناقانونه کډوال نیول شوي چې ډېری یې افغانان او پاکستانیان دي.اناتولي خبري اژانس سه‌شنبه د غويي پر ۴مه راپور ورکړی چې دا کسان د ترکیې ژاندارمري ځواکونو نیولي دي.په راپور کې راغلي چې د دغو کسانو له ډلې ډیری یې افغانان او پاکستانیان دي او تر قانوني پړاونو وروسته د ادیرنې د کډوالو ادارې ته لېږل شوي دي.

د راپورونو په حواله، د ترکیې په شمال‌لویدیځ ادیرنه ولایت کې د یوې میاشتې په لړ کې یو زر او ۹۶ ناقانونه کډوال نیول شوي چې ډېری یې افغانان او پاکستانیان دي.

اناتولي خبري اژانس سه‌شنبه د غويي پر ۴مه راپور ورکړی چې دا کسان د ترکیې ژاندارمري ځواکونو نیولي دي.

په راپور کې راغلي چې د دغو کسانو له ډلې ډیری یې افغانان او پاکستانیان دي او تر قانوني پړاونو وروسته د ادیرنې د کډوالو ادارې ته لېږل شوي دي.

د یادونې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته ډېری کسان په ځانګړي ډول ځوانان او پخواني پوځيان د اقتصادي او امنیتي ستونزو له کبله ترکیې او ځينو نورو هېوادونو ته تللي دي.

په تېرو څو میاشتو کې له ایران، ترکیې او پاکستان څخه زرګونونه افغانان هېواد ته راستانه کړای شوي دي.

څه موده وړاندې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي و چې له افغان کډوالو سره په دغه هېواد کې د مېشتېدو او ویزو کومه ژمنه شوې نه ده.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x