روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۵۴ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۵۴

بدخشان کې د شري ناروغۍ له امله د ۲۱ ماشومانو مړینه؛ ولسونه د امکاناتو له نشتوالي شکایت کوي

د بدخشان د ولايتي روغتون سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې د شري ناروغي ډېره شوې ده.

د بدخشان په ولایتي روغتون کې یوې باوري سرچینې رسنی ته منلې چې د روان کال له پیله تر اوسه په دغه روغتون کې د شري ناروغۍ ۹ زره او ۷۷۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د سرچینې په ​​وينا، له دې جملې څخه ۲۱ ماشومان د شري له امله مړه شوي دي.

سرچينه په بدخشان کې د شري د پېښو د زياتوالي لامل د دغه ولايت په ولايتي روغتون کې د درملو او نورو روغتيايي اسانتياوو نشتوالى په ګوته کوي.

په همدې حال کې د بدخشان ولايت يو شمېر اوسېدونکي د دغې ناروغۍ د خپرېدو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره له نړۍوالو مرستندويه بنسټونو څخه غواړي چې د دغې ناروغۍ د مخنيوي لپاره جدي پاملرنه وکړي.

د دوی په وینا دا ناروغي د بدخشان په لرو پرتو ولسوالیو کې هم خپره شوې؛ خو روغتیايي مرکزونه د درملو او ډاکټرانو له کمښت سره مخ دي.

د يادونې وړ ده چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د روغتيايي کارکوونکو او پرسونل د کمښت په ګډون روغتيايي سکټور له جدي ننګونو سره مخ شوى دى.

د طالبانو له لوري د ښځینه کارکوونکو پر وړاندې د محدودیتونو لګول د دې لامل شوي چې مرستندویه بنسټونه نه شي کولای خلکو په ځانګړې توګه د روغتیا په برخه کې اساسي مرستې ورسوي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x