روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۳۰ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۸:۳۰

اوچا: په هېواد کې د وروستیو ورښتونو له کبله تر ۵۰۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې د هېواد په اووه ولایتونو کې د وروستیو سختو ورښتونو له کبله یو زرو ۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې او همداراز ۵۴۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

اوچا شنبه د وري پر ۱۱مه په یوه راپور کې ویلي چې تر ټولو ډېر مالي زیانونه د فاریاب، ننګرهار او دایکندي ولایتونو اوسېدونکو ته رسېدلي دي.

د دې طبیعي پېښو په پایله کې لږترلږه اووه کسانو ژوند بایللی دی.

د کب پر ۱۲مه طالبانو اعلان کړی و چې په تېر کال کې د طبیعي پېښو له امله یو زرو ۱۲۹ کسان مړه او ۹۴۱ نور ټپیان شوي دي.

د معلوماتو پر بنسټ ترټولو ډېر ځاني او مالي زیانونه د کابل، بلخ، ننګرهار، کندهار، هرات، بدخشان، هلمند، غور، لغمان، اروزګان، زابل، پکتیا، پکتیکا، خوست او سمنګان ولایتونو اوسېدونکو ته اوښتي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x