روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۴۸ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۴۸

اوچا: په ساینس او ټکنالوژۍ کې د مېرمنو او نجونو ونډه اړینه ده

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا)، په ساینس، ټکنالوژۍ او نوښتونو کې د ښځو او نجونو ونډه اړینه بللې ده.

اوچا یکشنبه د سلواغې پر ۲۲مه «په ساینس کې د ښځو او نجونو ونډې د نړیوالې ورځې» په مناسبت یو پیغام کې په ساینس، ټکنالوژۍ او نوښتونو کې د مېرمنو او نجونو په بشپړ ګډون ټينګار کړی دی.

دغه بنسټ زیاته کړې: «ساینس، ټکنالوژۍ او نوښتونو ته د ښځو او نجونو بشپړ او مساوي لاسرسی نه یوازې دا چې د یو هېواد په اقتصادي پرمختیا کې مرسته کوي؛ بلکې د ټولنې په ټولو برخو کې رول لري.»

د ملګرو ملتونو کلتوري، علمي او پوهنیز سازمان (یونېسکو) د فبرورۍ ۱۱مه «په ساینس کې د ښځو او نجونو د ونډې نړیواله ورځ» نومولې او په ټوله نړۍ کې یې نمانځنه کېږي.

پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې وتړل شوې.

پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ د بندیز سربېره په خصوصي بنسټونو کې هم هغوی ته د کار اجازه نه ورکول کېږي.

طالبانو په دې موده کې د نجونو پر مخ د ښوونځيو تړل د نجونو او ښوونکو د جامو بدلول، کلتوري ستونزې او په زده‌کړییز نصاب کې د بدلون په ګډون بېلابېل لاملونه بیان کړې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x