روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۲۷ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۲۷

اوچا: وروستیو سېلابونو د افغانستان په شمال‌ختیځو ولایتونو کې ۱۸۰ کسان مړه کړي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې د افغانستان په بغلان، تخار او بدخشان کې وروستیو سېلابونو ۱۸۰ کسان مړه کړي دي.اوچا یکشنبه د غويي پر ۲۳مه په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي چې د دغو سېلابونو په پاېله کې ۲۴۲ کسان ټپيان او اته زره او ۹۷۵ کورونه ویجاړ یا زیانمن شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې د افغانستان په بغلان، تخار او بدخشان کې وروستیو سېلابونو ۱۸۰ کسان مړه کړي دي.

اوچا یکشنبه د غويي پر ۲۳مه په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي چې د دغو سېلابونو په پاېله کې ۲۴۲ کسان ټپيان او اته زره او ۹۷۵ کورونه ویجاړ یا زیانمن شوي دي.

دغه دفتر زیاته کړې چې په مړو کې ۵۱ ماشومان او ۵۰ ښځې دي.

اوچا زیاته کړې چې یوازې ۸۰ سلنه مرګ‌ژوبله د بغلان ولایت په برکه او بغلان جدید ولسوالیو کې اوښتې ده.

په راپور کې راغلي چې تراوسه په بغلان جدید کې د ۷۳ مړو او ۷۶ ټپيانو، په برکه کې د ۷۰ مړو او ۱۵۰ ټپیانو او په دهن غوري، ګذرګاه نور، جلګه، نهرین او پلخمري ولسوالیو کې د ۱۳ کسانو مړینه ثبت شوې ده.

د دغه دفتر په راپور کې راغلي چې د بغلان په برکه ولسوالۍ کې پنځه زره کورونه، په بغلان جدید کې یو زر او ۵۰۰ کورونه او په نورو پنځو ولسوالیو کې یو زر او ۶۱۲ کورونه ویجاړ یا زیانمن شوي دي.

د راپور په حواله، ۶۰۳ کورونه بیا په خوست فرنګ او تاله‌وبرفک ولسوالیو کې اغېزمن شوي دي.

اوچا زیاته کړې چې په تخار کې هم وروستیو سېلابونو ۲۴ کسان مړه او ۱۴ ټپيان کړي او اووه نور لادرکه دي.

نوموړي بنسټ په بدخشان کې د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه ویلي نه دي.

په دې وروستیو ورځو کې طبیعي پېښو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

طالبانو ویلي چې یوازې د بغلان په دوو ولسوالیو کې له ۳۰۰ ډېر کسان مړه شوي.

له دې وړاندې سرچینو ورځپاڼې ته ویلي و چې یوازې د بغلان برکه ولسوالۍ په فلول کلي کې ۲۵۰ کسان مړه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ اسیايي دفتر بیا ویلي چې د هېواد په شمال کې د وروستیو سېلابونو په پاېله کې ۱۵۰ کسان مړه او ۲۵۰ نور ټپيان شوي.

تر اوسه ځينو نړیوالو بنسټونو او هېوادونو له سېلاب ځپلو سره مرستې کړې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x