روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۹:۰۱ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۹:۰۱

اوچا: افغانستان لا هم د لوږې او خوارځواکۍ له لوړې کچې سره مخ دی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر(اوچا) د افغانانو ناوړه حالت څخه د اندېښنې په څرګندولو ویلي چې دا هېواد لاهم په لوړه کچه لوږه او خوارځواکي تجربه کوي.اوچا دا خبره یکشنبه د مرغومي پر ۲۴مه په خپله ایکس‌پاڼه کې لیکلې ده.

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر(اوچا) د افغانانو ناوړه حالت څخه د اندېښنې په څرګندولو ویلي چې دا هېواد لاهم په لوړه کچه لوږه او خوارځواکي تجربه کوي.

اوچا دا خبره یکشنبه د مرغومي پر ۲۴مه په خپله ایکس‌پاڼه کې لیکلې ده.

د دغه بنسټ په خبره، د اټکل له مخې به په ۲۰۲۴ کال کې ۱۵.۴ میلیونه وګړي د خوړو له شدید نه خوندیتوب سره مخ وي.

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر ویلي: «د دې لپاره چې ډاډ ترلاسه شي چې کورنۍ کولای شي خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي او د نورو د لوږې مخنیوي وشي، دومداره او پاېدونکې بودیجې ته اړتیا ده.»

د پخواني حکومت له پرځېدو وروسته د هېواد ډېرو وګړو خپلې دندې له لاسه ورکړې او دمګړۍ له ناوړه اقتصادي حالت سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ویلي و چې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته، د دغه هېواد شاوخوا ۸۵ سلنه وګړي په ورځ کې له یو ډالره په کمو پیسو ژوند کوي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x