روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۴۳ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۸:۴۳

«انسان تښتوونکو» په کابل کې یو شپږ کلن ماشوم وژلی

سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې په کابل کې «انسان تښتوونکو» یو شپږ کلن ماشوم وژلی دی.

سرچینو پنجشنبه د وري پر ۱۵مه ویلي چې دغه ماشوم مصور نومېده.

د سرچینو په خبره، «انسان تښتوونکو» مصور د روانې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ د کابل ښار د اوولسمې ناحیې د خېرخانې کوتل د بوستان له سړکه تښتولی و.

سرچینو منلې چې «انسان تښتوونکو» د پیسو له ترلاسي سره سره تښتول شوی ماشوم وژلی دی.

مصور د فراه اصلي اوسېدونکی و او په هرات کې یې ژوند کاوه او څه موده وړاندې له خپلې کورنۍ سره کابل ته راغلی و.

د دغه ماشوم خپلوانو  ته منلې چې د مصور مړی یې نن په هرات کې خاورو ته سپارلی دی.

تر اوسه په دې هکله طالبانو څه ویلي نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان ډېری وخت په هېواد کې د سراسري امنیت ټينګښت او جنايي جرمونو د ختمېدو خبره کړې ده.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x