روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۰:۴۳ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۱۰-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۰۶-۱۰-۱۴۰۳
ساعت : ۲۲:۴۳
: 2

اميري: په افغانستان کې د زياتې بې ثباتۍ د مخنيوي لپاره په ټولنه کې د ښځو ونډه اړينه ده

د افغانستان لپاره د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي چې ټول‌شمولي، بشري حقونه او په ټولنه کې د ښځو بشپړه ونډه له پامه نه شي غورځېدای او یا دې له لومړیتوبونو وویستل شي.

اميري دا څرګندونې سې‌شنبه، د کب پر ۱۵مه په خپلې اېکس پاڼې کې ليکلي دي.

هغه ټینګار کړی چې په افغانستان کې د لا زیاتې اقتصادي بې ثباتۍ، افراطیت او د جګړې دوام د مخنیوي لپاره بشري حقونه او په ټولنه کې د ښځو بشپړه ونډه اړینه ده.

د ویلو ده چې د طالبانو بیاځلې واکمنۍ وروسته دې ډلې پر ښځو او نجونو سخت بنديزونه لګولي دي.

افغان مېرمنې اوس‌مهال د  زده‌کړو، کار او د تګ‌راتګ له ازادۍ څخه بې برخې دي.

په تېرو دوو کلونو کې د نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو کړنو سخت نړۍوال غبرګونونه او نیوکې راپارولي؛ خو یادې ډلې دغو غبرګونونو ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x