روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۱۲ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۸:۱۲

اميري: افغانستان د طالبانو د سياستونو له کبله هر کال تر يو ميليارد ډېر ډالر له لاسه ورکوي

د افغانستان د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي چې له ښځو سره د طالبانو  ناوړه چلند له کبله افغانستان هر کال تر یو ملیارد ډېر ډالر له لاسه ورکوي.

اميري دا څرګندونې شنبه د کب پر ۱۹مه په خپله اېکس پاڼه کې کړې دي.

د امریکا ځانګړې استازې وايي چې د افغان نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار بندیز د هېواد ټولو خلکو ته زیان رسوي.

هغې ټینګار کړی چې افغانستان له مرستو سره د تړلتیا او بې‌وزلۍ څخه د خلاصون لپاره باید د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو سیاستونه لیرې شي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورورکونکي د بشري حقونو په نړۍوالو ناستو کې په وار وار ويلي چې د طالبانو د ښځو ضد فرمانونه د «جنسيتي اپارټايډ» يوه بېلګه ده او کولای شي د «بشريت ضد جرم» وګڼل شي.

دوی له نړۍوالې محکمې غوښتي چې د طالبانو له لوري د بشري حقونو پراخو سرغړونو ته رسېدنه وکړي.

ورته مهال، طالبانو د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو له حقونو څخه د پراخو سرغړونو په هکله د نړۍوالو اندېښنو په ځواب کې ویلي چې دې ډلې د «اسلامي شریعت» پر بنسټ ښځو ته حقونه ورکړي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x