روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۰۰ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۱۱:۰۰

امريکا يو ځل بيا د طالبانو په بندخونو کې د خپلو وګړو د روغتيايي وضعیت په هکله اندېښنه څرګنده کړې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر وايي چې دوی د طالبانو په بندخونو کې د خپلو وګړو د روغتیايي وضعیت په هکله اندېښمن دي.

ميلر دا څرګندونې دوشنبه د وري پر ۱۳مه په يوې خبري ناسته کې کړې دي.

نوموړي ټینګار کړی چې له طالبانو څخه د امریکايي وګړو د خلاصون هڅې روانې دي.

دوه ورځې دمخه د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد منلې چې د دغې ډلې په بندخونو کې د دوو امریکايانو په ګډون یو شمېر بهرنيان بندیان دي.

نوموړي د بهرنيانو د نيولو لامل د «افغانستان له قوانينو سرغړونه» بللې ده.

بلخوا د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند په دغې خبري ناسته کې په افغانستان کې د بې‌پيلوټه الوتکو د ګزمې په هکله د يوې پوښتنې له ځوابولو ډډه کړې ده.

د روسيې په پلازمېنه مسکو کې د داعش د خراسان څانګې له بريد وروسته د افغانستان په فضا کې د بې‌پيلوټه الوتکو ګزمې زياتې شوې دي. د هېواد په پنځو ولايتونو کې د بې‌پيلوټه الوتکو ګزمې ليدل شوي دي.

د دغو ګزمو په غبرګون کې طالبانو امریکا د افغانستان له هوايي حریم څخه په سرغړونې تورنه کړې ده.

ورته مهال، د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو پخواني وزیر جان اڅکزي ادعا کړې چې طالبان د امریکا استخباراتو له قراردادیانو سره همکاري کوي او د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکو د الوتنې لپاره یې په کندهار کې اډه جوړه کړې ده.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x