روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۱۳ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۱۳
: 1

الیف شافاک: طالبان له ښځو بېزاره دي

نوموتې ترکۍ – بریتانوۍ لیکوالۍ الیف شافاک د طالبانو د مشر هغو څرګندونو ته چې په عام محضر کې یې د ښځو پر سنګسارولو ټينګار کړی، په غبرګون کې ویلي چې دا ډله له ښځو بېزاره ده.

شافاک پنجشنبه د وري پر ۹مه په خپله انسټاګرام پاڼه کې لیکلي چې طالبان د ټولنې ګوټ ګوټ ته له ښځو سره سیسټماتیکه کرکه خپروي.

نوموړې ټينګار کړی چې افغان مېرمنې دې یوازې نه پرېښودل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشر څو ورځې وړاندې یو ځل بیا پر هغه څه چې نوموړی یې «د شرعي حدودو تطبیق» بولي ټینګار کړی او ویلي دي چې له دې وروسته به شریعت په عملي ډول پلی او ښځو ته به په عام محضر کې سزا ورکړي.

نوموړي په دې وینا کې لویدیځوال مخاطب کړي او ویلي دي چې هغوی د «ښځو او حیواناتو» ترمنځ توپیر نه کوي.

د یادونې ده چې د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو‌ټلوېزیون بیا د نوموړي دغه غږیز کلېپ له خپلو ټولنیزو پاڼو او وېب‌پاڼې لرې کړی دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x