روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۱۶ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۱۱:۱۶

اسټرالیا: د طالبانو له لوري د مېرمنو او نجونو د نیولو په تړاو ژور اندېښمن یو

د افغانستان لپاره د اسټرالیا موقت ماموریت چې له دوحې خپلې چارې مخته وړي وايي، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو له لوري د مېرمنو او نجونو په خپلسري نیولو ډېر اندېښمن دي.

د افغانستان لپاره د اسټرالیا موقت ماموریت د سې‌شنبې ورځ، سلواغې پر ۱۷مه په خپلې اېکس پاڼه کې لیکلي چې د افغان مېرمنو اساسي حقونو ته باید درناوی وشي.

دغې ادارې په خپلې پاڼه کې لیکلي دي: «موږ د هغو راپورونو په اړه چې طالبان د حجاب د نه مراعاتولو په خاطر ښځې او نجونې نیسي، سخت اندېښمن یو چې د دغې ډلې له لوري په خپلسري ډول بندیانې شوي او ورسره ناوړه چلند کېږي.»

د ویلو ده چې طالبانو په تېرو دوه نيمو کلونو کې نه يوازې دا چې ښځې د زده‌کړو او کار له حقونو بې برخې کړي؛ بلکې په خپلسري ډول يې د ښځو په نيولو او بندي کولو هم لاس پورې کړی دی.

دغې ډلې په کابل او ځینو ولایتونو کې په لسګونو ښځې او نجونې د حجاب د نه مراعتولو په پلمه نیولي او شکنجه کړي دي.

د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو نیولو تل دوامداره او پراخ غبرګونونه له ځانه سره لرلي؛ خو دغې ډلې په ځلونو ځلونو ټینګار کړی چې د شریعت اصولو د پلي کولو لپاره به د هېڅ هېواد او ډلې پیروي ونه کړي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x