د افغانستان مقاومت جبهې مشر احمد مسعود وايي چې طالبان داخلي مشروعیت نه لري او له دغې ډلې سره د ځینو هېوادونو تعامل یوازې د «تکتیکي» ګټو پر بنسټ دی. مسعود دا څرګندونې یکشنبه د وږي پر ۲۵مه د «شهید اوونۍ» په مناسب یوې مجازي غونډې کې مطرح کړې دي. د هغه په خبره، نړیواله ټولنه د افغانانو پرېکړې ته په تمه ده. د مقاومت جبهې مشر په باور، د افغانستان د ازادۍ لپاره د خبرو لارې پرانیستلو او مبارزې پرته بله چاره نشته. مسعود د اسلامي همکاریو سازمان غونډې ته په اشارې ویلي چې «خلک ان له طالبانو