د پښتنو نجونې او ښځې د طالبانو د افراطيت تر ټولو سترې قربانيان دي. د هېواد په سوېل کې، هلته چې د دودونو او طالباني تفکر سیوری خپور دی، زرګونه نجونې د مکتب او پوهنتون له تللو محرومې دي. هغوی هیله لري لکه د نورو نجونو په څېر ازاد ژوند وکړي، درس ووایي، کار وکړي او په راتلونکې کې برخه ولري. خو دا هیلې د تندلاري فکر او نارینهمحورې ټولنې تر فشار لاندې چوپې پاتې شوې دي.
د پښتنو نجونې ښه پوهېږي چې د اسلام دین او د افغانستان مدني قانون هغوی ته د زدهکړې، کار او ازاد ژوند حق ورکړی دی. پوهېږي چې د خدای او قانون په وړاندې انسانان برابر دي، خو د زورورو نارینهسالار جوړښتونو دا حق ترې اخیستی دی. ډېر پلاران او وروڼه لا هم دا باور لري چې د نجونو مکتب ته تلل «عیب» دی، او دا زړې عقیدې د طالبانو له واک سره یو ځای د نجونو پر ژوند دروند بند جوړ کړی دی.
هغه نجلۍ چې نن په کندهار، هلمند يا پکتيا کې ناسته ده او کتابونه يې دوړې نيولي، په زړه کې لويې هيلې لري. هغه غواړي ښوونکې شي، ډاکتره شي، خبرياله شي، خو ور ته دروازه تړل شوې ده. د مکتب زنګ د هغې لپاره اوس يوازې يو لرې ياد دی. هر سهار چې د ګاونډ د هلکانو د تګ غږ اوري، زړه يې تنګيږي او هغه راتلونکي ته فکر کوي چې له هغې تښتول شوی دی.
افراطيت، چې يو وخت د دين او عدالت په نامه راپاڅېدلی و، نن د همدې دين او عدالت تر ټولو ستر دښمن ګرځېدلی دی. طالبان د نجونو د مکاتب بندولو او د ښځو د حضور محدودولو له لارې د راتلونکې نسل ودې ته زيان رسولی دی. هغوی د کتاب او قلم پر ځای د جګړې او کرکې تخم په زړونو کې شیندي. په دې منځ کې تر ټولو زياته ضربه د پښتنو نجونې ويني، ځکه طالبان له همدې خاورې راټوکېدلي او اوس د خپل قوم لوڼې قرباني کوي.
سره له دې ټولو دردونو، پښتنې نجونې تسليمې شوې نه دي. د هېواد په ګوټ ګوټ کې داسې نجونې شته چې پټ درس وايي، په کورونو کې تدريس کوي او په زړونو کې د روڼ سبا هيله ساتي. دا نجونې له زړورتيا او پوهې سره د توپير او بند په وړاندې ولاړې دي. پوهېږي چې چوپتيا اسارت دی، خو غږ او دريځ د آزادۍ پيل دی.
پښتنې ميندې او هوښيارې ښځې هم له خپلو لوڼو سره يو ځای ولاړې دي. هغوی په کورنۍ خبرو، کوچنيو غونډو او ټولنيزو شبکو کې د زدهکړې او آزادۍ خبره کوي. هره جمله چې له خولې يې راځي، د تيارې په منځ کې يوه ځلا ده.
د نړېوالې د نجونو ورځ موږ ته دا رايادوي چې هېڅه ټولنه د خپلو ښځو او نجونو له شتون پرته پرمختګ نه شي کولی. هېڅ مکتب او پوهنتون بشپړ نه دی که د هغې دروازې د ولس پر نيمايي وتړل شي. د افغانستان راتلونکی هغه وخت روښانېږي چې پښتنې نجونې، لکه د نورو نجونو په څېر، د زدهکړې او پرمختګ چانس ترلاسه کړي.
دا ورځ د هغو نجونو لپاره د اميد پيغام دی چې د توپير او وېرې پر وړاندې درېږي. هغوی ژوندۍ دي، بيداره دي او د زړونو په تل کې د مقاومت څراغ بل ساتي. هغه ورځ به راورسي چې زنځيرونه مات شي، د مکاتب دروازې پرانيستل شي او پښتنې نجونې له خندا او کتاب سره يو ځل بيا ټولګيو ته ستنې شي. دا ورځ لرې نه ده، ځکه هېڅ زور د زدهکړې او د ژوند د هيلې پر وړاندې نه شي درېدای.
اړوندې لیکنې :
- له زدهکړې د نجونو د محرومیت ۱۰۰۰ ورځې؛ «د افغان نجونو د ملاتړ لپاره یو موټی شئ»
- بلخ او بدخشان د پښتنو سیمې نه دي
- خنجاني: پاکستان سره دښمني د افغانستان د غیر پښتنو تاریخي حماقت دی
- په افغانستان کې د پښتنو د کلتوري زوال او وروسته پاتي لاملونه
- دغویي اتمه؛ د پښتنو په منځ کې د قرباني احساس او د طالبانو راپورته کېدل
- محسن داوړ: د پښتنو د حقونو لپاره، لومړی باید د طالبانو په وړاندې مبارزه وشی