هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۱۷ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۹-۰۴-۱۴۰۴
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۱۹-۰۴-۱۴۰۴
ساعت : ۱۷:۱۷
: 2

برتانوۍ ورځپاڼه: د برېتانیا له‌خوا د پخوانیو افغان ځواکونو د پناه غوښتنې ردېدل «خیانت» دی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د افغانستان د جګړې پر مهال د برېتانیا د ځانګړو ځواکونو له لوري د احتمالي «جنګي جنایتونو» د موضوع تر راپورته کېدو وروسته؛ د افغانستان د زرګونه پخوانیو ځانګړو سرتېرو د پناه غوښتنې رد شوې دي. برتانوۍ رسنۍ ابزرور په راپور کې راغلي، چې کېدای شي ځیني دغه سرتېري د برېتانیا د ځانګړو ځواکونو له لوري په افغانستان کې د ترسره شویو احتمالي جنګي جنایتونو شاهدان وي. دغې ورځپاڼې د برېتانیا له‌خوا د افغانستان د زرګونه پخوانیو ځانګړو سرتېرو د پناه غوښتنې ردېدل خیانت بللی دی. دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو دوو کلونو راهیسې په افغانستان کې د ترسره شویو احتمالي «جنګي جنایتونو» په اړه پلټنې روانې دي. شواهد ښيي، چې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ د برېتانیا ځانګړو ځواکونو له لوري بې وسلې افغان نارینه او هلکان لومړی نیول شوي او بیا وژل شوي دي.

د افغانستان د جګړې پر مهال د برېتانیا د ځانګړو ځواکونو له لوري د احتمالي «جنګي جنایتونو» د موضوع تر راپورته کېدو وروسته؛ د افغانستان د زرګونه پخوانیو ځانګړو سرتېرو د پناه غوښتنې رد شوې دي.
برتانوۍ رسنۍ ابزرور په راپور کې راغلي، چې کېدای شي ځیني دغه سرتېري د برېتانیا د ځانګړو ځواکونو له لوري په افغانستان کې د ترسره شویو احتمالي جنګي جنایتونو شاهدان وي.
دغې ورځپاڼې د برېتانیا له‌خوا د افغانستان د زرګونه پخوانیو ځانګړو سرتېرو د پناه غوښتنې ردېدل خیانت بللی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو دوو کلونو راهیسې په افغانستان کې د ترسره شویو احتمالي «جنګي جنایتونو» په اړه پلټنې روانې دي.
شواهد ښيي، چې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ د برېتانیا ځانګړو ځواکونو له لوري بې وسلې افغان نارینه او هلکان لومړی نیول شوي او بیا وژل شوي دي.
په ګڼو راپورونو کې ویل شوي، چې ځیني دغه کسان ان د خپل په خوب‌ځایونو کې په ډزو وژل شوي دي.
ابزرور لیکلي، کله چې د برېتانیا لوړپوړو پوځي افسرانو ته د دغو وژنو په اړه وضاحت ورکړل شو؛ هغوی دغه لاملونه «نا منل شوي او د خندا وړ» وبلل.
له هغه وروسته چې د ناټو ټلوالې ځواکونه له افغانستانه ووتل؛ د برېتانیا د ځانګړو ځواکونو غړو تمه لرله، چې هغه افغان ځانګړي ځواکونه چې له دوی سره اوږه په اوږه جنګېدلي، باید اجازه ترلاسه کړي چې په برېتانیا کې نوی ژوند پیل کړي.
څو ورځې وړاندې داسې راپورونه هم خپاره شول، چې په برېتانیا کې د بیا مېشتېدنې پروګرام په لومړیو کې له ۲۰۰۰ څخه زیات غوښتنلیکونه رد شوي دي.
ویل کېږي، چې له دغو رد شویو غوښتنلیکونو څخه یوازې ۱۵۸۵ یې د برېتانیا د ځانګړو ځواکونو د یوه افسر له‌خوا رد شوي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x