هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۳۳ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۳-۱۱-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 3
تاریخ : ۱۳-۱۱-۱۴۰۳
ساعت : ۲۳:۳۳
: 3

د امریکا په فیلادلفیا کې یوه کوچنۍ الوتکه غورځېدلې او ګڼې ودانۍ سوځېدلي دي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : امریکایي رسنیو خبر ورکړی، یوې طبي امبولانس جېټ الوتکې چې یو ناروغ ماشوم او پنځه نورې سپرلۍ یې لېږدولې د جمعې ماښام هوا ته له پورته کېدو لږ وروسته د امریکا د پنسلوانیا ایالت د فیلادلفیا په استوګنیزه سیمه کې غورځېدلې.

 

امریکایي رسنیو خبر ورکړی، یوې طبي امبولانس جېټ الوتکې چې یو ناروغ ماشوم او پنځه نورې سپرلۍ یې لېږدولې د جمعې ماښام هوا ته له پورته کېدو لږ وروسته د امریکا د پنسلوانیا ایالت د فیلادلفیا په استوګنیزه سیمه کې غورځېدلې.

د اسوشیټیډ پرېس د راپور له مخې دې پېښې یوه قوي چاودنه او پراخ اور رامنځته کړ چې له امله یې ګڼ کورونه وسوځیدل.

د جیټ ریسکیو ایر امبولانس (Jet Rescue Air Ambulance) شرکت تایید کړې چې یو ناروغ او بل مساپر او د الوتکې څلور عمله په دې پرواز کې وو.

یاد شرکت په یوې خبرپاڼه کې ویلي: «موږ نه شو تاییدولی چې څوک ژوندی پاتې دي. زموږ لومړنۍ اندېښنه د ناروغ کورنۍ، زموږ کارکوونکي، د هغوی کورنۍ، او نور هغه کسان دي چې ښايي په دې پېښه کې زیانمن شوي وي».

د فیلادلفیا ښاروالې شرل پارکر، د یوې خبري ناستې پر مهال وویل چې لا هم د زیانونو کره شمېرې معلومې نه دي، خو څو کورونه او وسایط سخت زیانمن شوي دي.

هغې زیاته کړه: «دا پېښه لا هم فعاله ده او څېړنې پرې روانې دي».

دا پېښه یوازې دوه ورځې وروسته له هغه رامنځته شوه، چې د امریکا په تاریخ کې یو له مرګونو هوايي ناورین پېښ شو.

د تیرې چهارشنبې په شپه د امریکن ایرلاین (American Airline) یوه مساپر وړونکې الوتکه چې ۶۰ مساپر او څلور تنه عمله یې لرله د واشنګټن ډي سي په فضا کې له یوې پوځي جیټ الوتکې سره چې درې سرتېري په کې وو، ټکر وکړ.

په دې پېښه کې هیڅوک ژوندی پاتې نه ‌شول.

د فیلادلفیا د الوتکې د نسکوریدو پېښه په دروازه کې د یوه لګول شوي زنګ کمرې ثبت کړې چې ښیي الوتکه په چټکۍ په هوا کې روانه ده او یوې سوداګریزې سیمې او لویې لارې ته نږدې د ټکر امله پکې چاودنه رامنځته کېږي او له منځه ځي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x