د بیان د ازادۍ کور ویلي، چې د ملګرو ملتونو وروستی راپور چې د افغانستان د خبریالانو او رسنیو د وضعیت په اړه خپور شوی، نیمګړی دی او د رسنیو او د بیان د ازادۍ سخت حالت په بشپړ ډول نه منعکسوي.
همدا راز په اروپا او شمالي امریکا کې د تبعید شویو افغان خبریالانو په وینا، په دې راپور کې وړاندې شوې شمېرې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه نیمګړې دي او د طالبانو د کړنو د سپینولو سبب ګرځي.
د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر «یوناما» په وروستي راپور کې راغلي چې یاد دفتر د ۲۰۲۱ له اګست څخه د ۲۰۲۴ د سپټمبر تر پایه پورې د ۳۳۶ خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د بشري حقونو نقض ثبت کړی دی. په دې کې ۲۵۶ د نیولو او توقیف، ۱۳۰ د شکنجې او بد چلند او ۷۵ د ګواښ پېښې شاملې دي.
خو په تبعید کې افغان خبریالانو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د یوناما شمېرې یوازې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۳۰ سلنه برخه جوړوي چې په دې وخت کې په افغانستان کې رامنځته شوې ده.
د دغې ډلې په وینا، د دوی د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۱ له اګست څخه د ۲۰۲۴ د سپټمبر تر پای پورې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي له زر څخه زیاتې پېښې شوې دي.
د دوی په وینا، په دې پېښو کې ۶۵۰ هغه دي چې خبریالانو، رسنیزو کارکوونکو یا د هغوی کورنیو په خپله خوښه د پېښې معلومات، د خبریال نوم، د پېښې ځای او نور جزیيات ورکړي حې خپاره شي.
خو د تبعید شویو خبریالانو د شمېرو له مخې، شاوخوا ۴۰۰ پېښو کې د خبریالانو کورنیو د پېښې د خبر خپرولو اجازه نه ده ورکړې.
د دوی د شمېرو له مخې، یوازې ۳۱۵ تایید شوې پېښې د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د ازادۍ د سلب (نیول او لنډمهالی یا اوږدمهالی بند) په اړه دي.
په اروپا او شمالي امریکا کې افغان خبریالانو ویلي، نیمګړې شمېرې وړاندې کول د خبریالانو د حقونو نقض دی او د افغانستان د خبریالانو ټولنې پر وړاندې یوه جفا ګڼل کېږي.
یوناما ویلي، چې په خپل راپور کې یې هغه زیاتېدونکې ننګونې مستندې کړي چې رسنۍ او خبریالان ورسره مخ دي. د دې راپور له مخې، خبریالان او رسنیز کارکوونکي تر سخت سانسور او معلوماتو ته د لاسرسي تر محدودیتونو لاندې فعالیت کوي.
یوناما زیاته کړې چې په ځانګړي ډول ښځینه خبریالانې له زیاتو تبعیضي اقداماتو او محدودیتونو سره مخ دي.
د بیان د ازادۍ کور چې په بهر کې فعالیت کوي، د دې راپور د خپرولو هرکلی کړی، خو ویلي یې دي چې دا راپور نیمګړی دی او د رسنیو او د بیان د ازادۍ سخت وضعیت په بشپړ ډول نه ښيي.
د بیان د ازادۍ کور په باور، په دې راپور کې ذکر شوې شمېرې او پېښې د هغو واقعیتونو په پرتله ډېرې کمې دي چې د افغانستان د رسنیو ټولنه یې هره ورځ تجربه کوي.
سربېره پر دې، د بیان د ازادۍ کور ویلي، چې د یوناما په دې راپور کې ځینې مهم او اساسي مسایل نه دي څېړل شوي.
دغه رسنیز بنسټ په تېرو دریو کلونو کې د ۳۰۰ رسنیو د بندېدو او د ښځینه خبریالانو د ۹۰ سلنه بېکارۍ یادونه کړې او زیاته کړې یې ده چې طالبانو له ۲۱ څخه زیات سخت او محدودونکي فرمانونه صادر کړي چې د رسنیو د پرمختللو قوانینو ځای یې نیولی دی.
د بیان د ازادۍ کور زیاته کړې، په دې باور دي چې په یاد راپور کې د هغو رسنیو رول ته اشاره نه ده شوې چې په بهر کې فعالیت کوي.
د دې بنسټ په وینا، بهر مېشتې رسنۍ د افغانستان د رسنیو ټولنې یوه برخه دي او د خلکو د پوهاوي په برخه کې اساسي رول لري چې باید له پامه ونه غورځول شي.
اړوندې لیکنې :
- جلاوطنۍ کې د خبریالانو او رسنیو ټولنه: یوناما دې د سادات د مړینې مسله په بې پرې توګه وڅېړي
- جلا وطنه افغان خبریالان: طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې څه باندې ۳۰۰ خبریالان بندیان کړي دي
- د تېرو دوو لسیزو پرمهال په هېواد کې ۱۲۸ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو ژوند بایللی
- افغان خبریالانو د طالبانو له بنده د حامد فرهادي د خوشې کېدو غوښتنه کړې
- د بشري حقونو نړۍواله ورځ؛ یوناما: په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا هم کړکیچن دی
- د افغانستان خپلواکو رسنیو ته د بريټانیا او کاناډا د ازادۍ ګډه جایزه ورکړل شوه