له نشه يي توکو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر وايي، چې په افغانستان کې د ۲۰۲۴ کال پرمهال د تاریاکو تولید د تېر ميلادي کال په پرتله ۳۰ سلنه او ارزښت یې ۱۳۰ سلنه زیات شوی دی.
دې بنسټ نن چهارشنبه، ۷ د لیندۍ، د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې د روان میلادي کال پرمهال په افغانستان کې ۴۳۳ ټنه تاریاک تولید شوي دي.
له نشه يي توکو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر د دې اندازه تاریاکو د ارزښت کچه شاوخوا ۲۶۰ میلیونه ډالره ګڼلې چې د تېر کال په پرتله ۱۳۰ سلنه زیاته شوې.
دې بنسټ زیاته کړې چې د ۲۰۲۲ کال په پرتله چې د طالبانو مشر پکې د نشه يي توکو پر تولید او کرلو بندیز ولګاوه د تاریاکو د تولید کچه ۹۳ سلنه او ارزښت یې ۸۰ سلنه لوړ شوی دی.
له نشه يي توکو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر تر دې وړاندې هم په یوه بل راپور کې د ۲۰۲۴ کال پرمهال د تاریاکو د کښت د زیاتوالي خبر ورکړی و.
د دې بنسټ په راپور کې ویل شوي و چې د ۲۰۲۳ کال په پرتله په ۲۰۲۴ کال کې د تاریاکو کښت ۱۹ سلنه زیات شوی او ۱۲ زره او ۸۰۰ هکټاره ځمکې ته رسېدلی دی، البته د ۲۰۲۲ کال په پرتله ډېر کم و، هغه کال پر ۲۳۲ هکټاره ځمکه تاریاک کرل شوي و.
له نشه يي توکو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې د دفتر مدیرې غاده ولي ویلي، چې په افغانستان کې د تاریاکو د تولید او کښت کموالی فرصتونه او ننګونې لري.
دې زیاته کړې: «باید نړیوالې هڅې همغږې شي ترڅو ډاډ تر لاسه شي چې په افغانستان یا سیمه کې د دې کمښت ځای د متامفتامین په څېر د خطرناکو مصنوعي نشه يي توکو تولید نه نيسي.»
له نشه يي توکو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې د دفتر اجرايوي مديرې ويلي، چې باید په زیربناوو، د کرنې په سرچینو او پایدار معشیت کې پانګونه وکړو او په دې توګه له هغو ټولنو سره مرسته وکړو چې پر تاریاکو متکي دي، ترڅو هغوی قانوني او اقتصادي بدیلونه ترلاسه کړي.
له نشه يي توکو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر وايي، چې د ۲۰۲۴ کال پرمهال افغان بزګرانو په هغو ځمکو کې چې پخوا به یې تاریاک پکې کرل، بدیل کښتونه لکه غلات او پنبه کرلي وو.
دې بنسټ زیاته کړې چې تاریاک د غنمو په پرتله ۶۰ ځلې زیات عاید لري او له ګټورو او قانوني بدیلونو پرته اقتصادي ستونزې کولای شي چي ځينې کروندګر بیرته د تاریاکو کرلو ته وهڅوي.
د طالبانو مشر هبت الله د ۱۴۰۱ لمریز کال د وري میاشتې پرمهال چې د ۲۰۲۲ کال له اپریل سره برابرېږي، د یوه فرمان د ورکړې له لارې د نشه يي توکو پر کرلو، تولید، قاچاق او استفادې بندیز ولګاوه.
طالبانو ادعا کوي چې په افغانستان کې یې د تاریاکو کښت صفر کچې ته رسولی، خو د ملګرو ملتونو راپورونه ښيي چې لاهم په افغانستان کې تاریاک کرل کېږي.
له بله اړخه، داسې راپورونه هم خپاره شوي، چې ښيي د طالبانو د مشر د فرمان له خپرېدو راهیسې په افغانستان کې د متامفتامین په څېر د صنعتي نشه يي توکو تولید زیات شوی دی.
د ملګرو ملتونو او ګاونډیو او د سیمې هیوادونو چارواکو بیا-بیا په افغانستان کې د نشه يي توکو د تولید د زیاتوالي په تړاو اندېښنه ښودلې ده.
اړوندې لیکنې :
- ملګري ملتونه: په افغانستان کې د تاریاکو تولید ۳۰ سلنه زیات شوی دی
- ملګري ملتونه: له طالبانو سره تعامل ته دوام ورکوو
- ملګري ملتونه: طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې ۲۵۶ خبریالان نیولي
- طالبانو روان کال د تېر کال په پرتله له روسيې څخه دوه برابره زیات تېل وارد کړي دي
- امریکا د افغانستان له خلکوڅخه څه تمه لري؟
- په افغانستان کې د بېلتون غوښتنې غږ