د هیواد په سويل لویدیځ نيمروز ولایت کې يو شمير اړمنې کورنۍ ادعا کوي، چې دغلته د نړیوالو سازمانونو له لوري په کیدونکو بشري مرستو کې طالبان لاسوهنه کوي او تر ډيره د طالبانو پر کورنيو او يا یې هم پر خپلوانو ويشل کېږي.
دغه اړمنې کورنۍ وایي، هغه موسېسې چې د نړیوالو مرستندویه بنسټونو مرستې پر اړمنو کورنيو ويشي د سروې وروسته ټول لیستونه ځایي طالبانو ته سپاري او هغوی بیا ټول کسان په خپله خوښه ټاکي او مرستې ورته ویشل کېږي.
د نیمروز د مرکز زرنج ښار اوسیدونکی ۴۵ کلن دادالله وايي، هرکله چې د دوی سیمې ته د مرسته کوونکو کسانو ډله ورغلې ټول یې هغه کسان لیکلي چې طالبانو ورته په ګوته کړي او د ده په څیر ډیر بېوزله کسان محروم پاتې شوي دي.
نوموړی زیاتوي، هغه موسېسات چې د مرستو تخنيکي چارې پرمخ وړي کارونه یې سم نه دي او هرڅه د طالبانو په خوښه کوي.
دادالله وویل: «په دغه يوه کال کې زموږ سيمو ته ۵ ځله موسېسات راغلي دي دلته يې د خلکو نومونه ليکلي دي ترڅو د هغوی سره مرستې وکړي، خو په دغه ۵ ځله کې ټول د هغو کسانو نومونه ليکل شوي، چې د طالبانو لخوا څخه ورته ښودل شوي دي، دوی موږ ته فورمې راوويشي وايي دغه فورمو کې پوښتنې ځواب کړئ بیا مو نوم ليکو کله چې پوښتنې ځواب کړو وايي، تاسو پر شرايطو نه ياست برابر خو هغه کسان ښه شتمن وي هغوی ليکي.»
د نيمروز يو بل اوسيدونکی عزيز الله هم د مرستو پر ويش نيوکه کوي او وايي، چې د اړمنو په نوم راغلې مرستې خپله اړمنو ته نه رسیږي او د ولایت په سطحه ډیر لوړ پوړي طالب چارواکي د خپلې کورنۍ د غړو نومونه لیکي او ټولې مرستې هغوی ته ویشل کېږي.
هغه وويل: «هره څومره مرستې چې د غریب په نوم راځي طالبانو ته رسيږي زموږ په ولايت کې موږ ليدلي دي چې د ډيرو لوړ پوړو طالبانو نومونه او ياهم د هغوی د کورنۍ د غړو نومونه ليکل شوي وي او مرستې د غریب پر ځای هغوی ترلاسه کوي موږ د دې مرستو څخه هيڅ نه يو خوشاله او غوښتنه کوو چې دغه ډول د فساد څخه ډکې مرستې دې نور افغانستان ته نه رالیږي.»
نیمروز کې خلک د مرستو له ویش خوښ نه دي او وایي، که مرستې د طالبانو په خوښه ویشل کېږي، نو نړیوال مرستندویه سازمانونه دې نور پر دوی مرستې نه ویشي. انځور: استول شوی
ورته مهال د نيمروز په اقتصاد رياست کې يوې سرچينې د نوم نه یادولو په شرط وويل، چې ټول هغه موسېسات چې په ياد ولايت کې پروژې تطبیق او یا مرستې کوي د طالبانو لخوا څخه يې جدي څارنه کيږي او ټولې چارې د طالبانو په خوښه پرمخ وړي.
سرچينې وويل: «د نيمروز ترڅنګ په ټول افغانستان کې د حکومت (طالبانو) لخوا څخه سيستم داسې جوړ شوی دی چې کله يوه موسېسه پروژه لري باید يو کس د ولايت مقام وي يو کس د اقتصاد رياست وي او يو کس د اړوند سکټور وي که د پروژې چارې په دغه دريو کسانو کې د يوه هم نه وي خوښ دې پروژې ته اجازه د کار کولو نه ورکول کېږي.»
بلخوا نيمروز کې مدني فعالان هم د مرستو په روان بهير سختې نيوکې کوي او وايي، چې نړيوال مرسته کوونکي سازمانونه دبشري مرستو په نوم د طالبانو مالي تمويل کوي.
په دې ولایت کې کې يو تن مدني فعال چې د امنيتي ستونزو له امله یې نوم په راپورکې نه یادوو، وایي چې د مرستو د ویش ډیرې داسې پروسې یې لیدلي چې موسېسات د خپلو چارو مخته وړلو لپاره د طالبانو سره جوړجاړی کوي او د مرستو ډیره برخه پر طالبانو ویشي.
هغه په خپلو خبرو کې وویل: «نړيواله ټولنه په لوی لاس هڅه کوي چې طالبان تمويل کړي يو کميټه يې جوړه کړې وي په هغه کميټه کې نيمايي طالبان ګډون لري بیا په سيمه کې سروې کوي کله چې سروې کېږي د داخلي موسېسې کارکوونکي د خپل کار مخته وړلو په هدف اړ کېږي چې د دغې کميټې د غړو هره ډول غوښتنې ومني په ټول نيمروز کې چې د موسېساتو لخوا هره ډول پروژې پلي کېږي ۶۰ سلنه ګټه يې يوازې د طالبانو هغه مهمو کسانو ته رسيږي.»
موږ هڅه وکړه چې د دغو نیوکو او ادعاوو په اړه نیمروز کې د طالب چارواکو نظر هم ترلاسه کړو، خو له هڅو سره سره بریالي نه شولو.
د نيمروز ترڅنګ په ټول افغانستان کې د موسېساتو هره ډول فعاليتونه د طالبانو تر کنټرول لاندې دي او څه ډول چې طالبان غواړي موسېسات په همغه ډول خپلې چارې پرمخ وړي.