روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۳۴ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۴-۰۸-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۴-۰۸-۱۴۰۳
ساعت : ۰۸:۳۴

د افغان نجونو له زده کړو د ټولنې ملاتړ د پاموړ کم شوی دی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د ملګرو ملتونو د ښځو دفتر په خپل درې میاشتني راپور کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه ویلي چې د نجونو له زده کړو د ټولنې ملاتړ د پاموړ کم شوی دی.د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې چهارشنبه د لړم پر ۹مه د افغان ښځو د وضعیت په اړه د خپلو څېړنو د پایلو په خپرولو سره لیکلي دي چې د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو له بندیز وروسته، یو شمېر نجونو د حرفو زده کولو او اسلامي زده کړو ته مخه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د ښځو دفتر په خپل درې میاشتني راپور کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه ویلي چې د نجونو له زده کړو د ټولنې ملاتړ د پاموړ کم شوی دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې چهارشنبه د لړم پر ۹مه د افغان ښځو د وضعیت په اړه د خپلو څېړنو د پایلو په خپرولو سره لیکلي دي چې د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو له بندیز وروسته، یو شمېر نجونو د حرفو زده کولو او اسلامي زده کړو ته مخه کړې ده.

دا راپور د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) په همکارۍ د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې له ۷۷۶ ښځو او دغه راز په ۱۱ ولایتونو کې له ۵۷ نارینه ‌وو سره د حضوري او غیرحضوري مرکو پر بنسټ چمتو شوی دی.

په سلو کې ۴۷ پوښتل شویو کسانو ویلي چې د نجونو د لومړنیو زده کړو لپاره د ټولنې ملاتړ د پاموړ کم شوی دی.

دغه راز ۶۷ سلنه ښځینه ځواب ویونکو زیاته کړې چې د نجونو د منځنیو زده کړو په اړه د کورنیو نظر بدل شوی دی.

د ملګرو ملتونو په وینا، دا شمېرې د محافظه کاره دودونو پر لور د ټولنې تمایل ښیي چې د طالبانو له خوا پر هېوادوالو تپل شوي دي.

ښځو د نجونو د زده کړو په برخه کې د ټولنې د ملاتړ د کمېدو لامل له طالبانو وېره بللې ده.

د دغه سازمان د موندنو له مخې، طالبانو په تېر کال کې ۷۹ سلنه ښځینه ځواب ویونکې د محرم له لرلو سره سره، عامه ځایونو، لکه پارکونو او تاریخي ځایونو ته له تګه منع کړې دي.

پر دې سربېره، ۶۹ سلنه ښځو ویلي چې دوی له کوره بهر د وتلو پر مهال د خوندیتوب احساس نه کوي.

د ملګرو ملتونو څېړنې ښيي، چې د افغان ښځو مالي وضعیت هم په تېرو درېیو میاشتو کې لا خراب شوی دی.

افغان ښځو د استخدام په بهیر کې د «جنسي تعصب» خبره هم کړې ده.

د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي چې په تېر کال کې ۷۹ سلنه ښځینه ځواب ویونکې هیڅ رسمي حقوقي بنسټ ته لاسرسی نه درلود.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته، پر نورو محدودیتونو سربېره نجونې له زده کړو محرومې کړې دي.

دې ډلې ان په رسنیو کې د نجونو د زده کړو په اړه بحثونه منع کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو میاشتې وړاندې په ملګرو ملتونو کې د ځوانانو نړیوالې سفیرې او د یوې خیریه موسسې مسوولې سارا بهارکي ویلي وو، چې طالبانو د افغانستان له بیا نیولو وروسته تر دوه میلیونه زیاتې نجونې ښوونځیو ته له تلو منع کړې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x