روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۹:۵۰ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۹:۵۰

د خلیل‌زاد اعتراف؛ د دوحې هوکړې یو شمېر موارد له خلکو پټ ساتل شوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : که څه هم د طالبانو او امریکا د حکومت ترمنځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې له شوې پرېکړې څلور کاله اوړي، خو لاهم کابل او واشنګټن پر یو بل تور لګوي چې د یادې هوکړې له مادو او ژمنو سرغړونه کوي.په دې لړ کې د دوحې هوکړې یو اصلي عامل او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد اعتراف کوي چې د دوحې هوکړې يو لړ موارد له خلکو پټ ساتل شوي او په خبره يې دغه موارد د افغانستان د راتلونکي حکومت په اړه نه دي.

که څه هم د طالبانو او امریکا د حکومت ترمنځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې له شوې پرېکړې څلور کاله اوړي، خو لاهم کابل او واشنګټن پر یو بل تور لګوي چې د یادې هوکړې له مادو او ژمنو سرغړونه کوي.

په دې لړ کې د دوحې هوکړې یو اصلي عامل او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد اعتراف کوي چې د دوحې هوکړې يو لړ موارد له خلکو پټ ساتل شوي او په خبره يې دغه موارد د افغانستان د راتلونکي حکومت په اړه نه دي.

خلیل‌زاد زیاتوي، د دوحې هوکړه له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو او همدارنګه له افغانستانه د ترهګرۍ د ګواښ په اړه دوې لویې برخې درلودې چې له عام خلکو پټې ساتل شوې وې، خو په خبره يې مخکېنی ولسمشر محمد اشرف غني او د سولې سترې شورا پخوانی ریيس ډاکټر عبدالله عبدالله پرې خبر وو.

خلیل‌زاد په دې اړه وايي: « مخکېی ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله خبر وو. دې تړون دوې برخې درلودې. یوه برخه یې د ځواکونو ایستل او دویمه یې له افغانستانه د ترهګرۍ د ګواښ په اړه وه چې امریکا او متحدین یې بايد خوندي وي.

دا چې د تړون د یو شمېر برخو جزئیات پټ وساتل شي، په تړون کې د هوکړې او له یو شمېر پوځي اډو د امریکايي ځواکونو د خوندي وتلو لپاره مهم وو.»

له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو بشپړه وتنه، د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو پیلېدل، دایمي اوربند، د امریکا او متحدینو پر وړاندې یې د افغانستان خاورې نه کارېدل د دې هوکړې له مهمو برخو ګڼل کېږي.

خو اوس پوښتنه دا ده چې افغانستان ته د دې هوکړې ګټه څه وه او د دوحې هوکړه چا نقض کړې

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x