روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۴۰ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۹-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۲۹-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۲۰:۴۰
: 1

د نړیوالې ټولنې اخلاقي ضعف او د افغانستان  مظلومې ښځې

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په نننۍ نړۍ کې چې  سپورټ په بېلابېلو ډګرونو کې د ښځو شتون د پرمختګ او جنسیتي برابرۍ یو سمبول بلل کیږي، په افغانستان کې دا سمبول د طالبانو د واکمنۍ له امله یو لرې او نه هیریدونکی خوب ګرځېدلی دی.  په همدې خاطر د افغان ښځینه ورزشکارانو یوې ډلې د پاریس د المپیک د سیالیو ګډونوالو ته یو پیغام استولی او یادونه یې کړې چې افغان ښځې په سیستماتیک ډول له سپورت څخه پاتې شوې دي.  دا پیغامونه په افغانستان کې د ښځو د بد حالت انعکاس دی چې د طالبانو په واکمنۍ کې له خپلو اساسي حقونو بې برخې دي.

 

په نننۍ نړۍ کې چې  سپورټ په بېلابېلو ډګرونو کې د ښځو شتون د پرمختګ او جنسیتي برابرۍ یو سمبول بلل کیږي، په افغانستان کې دا سمبول د طالبانو د واکمنۍ له امله یو لرې او نه هیریدونکی خوب ګرځېدلی دی.  په همدې خاطر د افغان ښځینه ورزشکارانو یوې ډلې د پاریس د المپیک د سیالیو ګډونوالو ته یو پیغام استولی او یادونه یې کړې چې افغان ښځې په سیستماتیک ډول له سپورت څخه پاتې شوې دي.  دا پیغامونه په افغانستان کې د ښځو د بد حالت انعکاس دی چې د طالبانو په واکمنۍ کې له خپلو اساسي حقونو بې برخې دي.

 

دطالبانو د واک رسیدلو له راتک راهیسې

، ښځې له زده کړو، کار او سپورټ منع شوې دي.  د طالبانو دغه کړنې نه یوازې د ښځو پر وړاندې د نظام د ظلم ښکارندويي کوي، بلکې د هغوی استعدادونه یې هم قرباني کړي چې په ځینو مواردو کې د افغانستان او په ځینو مواردو کې د نړیوالې ټولنې په ویاړونو کې اضافه شوي دي.  افغان ورزشکارانو په خپلو پیغامونو کې د طالبانو دا چلند سپکاوی بللی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د دغو بندیزونو پر وړاندې پرېکنده او عملي ګامونه پورته کړي.  د طالبانو دغه کړنې یوازې د سپورت په ډګر پورې محدودې نه دي، بلکې افغان مېرمنې د خپل ټولنیز او مسلکي ژوند په ډېرو برخو کې له سختو بندیزونو سره مخ دي.

 

په افغانستان کې له زده کړو، ټولنې او سپورټ څخه د ښځو د بې برخې کېدو په وړاندې د نړیوالې ټولنې چوپتیا د نړیوالې ټولنې اخلاقي کمزورتیا ښيي.  دې چوپتیا طالبانو ته اجازه ورکړې چې په خوندي توګه د ښځو ظلم ته دوام ورکړي.  افغان ښځینه ورزشکارانو پر همدې ټکي په ټینګار له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د طالبانو د بندیزونو پر وړاندې په جدي او اغېزمنه توګه ودرېږي او د هغوی له حقونو ملاتړ وکړي.  نړيواله ټولنه بايد د دغه ظلم پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي، ځکه چوپتيا د دغو جبرونو د تاييد او پياوړتيا په معنا ده.  د نړیوالې ټولنې هر ډول مثبت ځواب کولای شي پر افغان ښځو د فشار په کمولو کې مرسته وکړي او طالبانو ته یو واضح پیغام واستوي چې د دوی کړنې د منلو وړ نه دي.

 

له دې ټولو محدودیتونو سره سره شپږ افغان ورزشکاران چې درې ښځې او درې نارینه په کې شامل دي، د ۲۰۲۴ کال د پاریس په المپیک کې د هېواد استازیتوب کوي.  دغه راز پنځه افغان ورزشکاران د المپيک د نړيوالې کميټې د مهاجرينو په ټيم کې ګډون کړى دى چې د دغو ورزشکارانو ټينګ هوډ څرګندوي.  دا شتون ښیي چې له ټولو ننګونو او محدودیتونو سره سره افغان میرمنې د خپلو حقونو لپاره مبارزې ته دوام ورکوي او په نړیوالو ډګرونو کې د خپل هیواد د استازیتوب لپاره هیڅ ډول هڅې نه پریږدي.  خو طالبانو اعلان کړی، چې د المپیک په سیالیو کې د افغان مېرمنو ګډون په رسمیت نه پېژني.  د طالبانو دا دریځ د دوی ژمنتیا په ډاګه کوي چې ښځې له ټولو برخو څخه لرې کوي او د دوی له اساسي حقونو څخه انکار کوي.

 

 

په ټولیز ډول په افغانستان کې د ښځو وضعیت یو بشري او اخلاقي بحران دی چې د نړیوالې ټولنې بیړنۍ او جدي پاملرنې ته اړتیا لري.  له سپورت، تعلیم او ټولنې څخه د ښځو ایستل یوازې د طالبانو د جبر کوونکو سیاستونو برخه ده، چې باید له پرېکنده او اغېزمن غبرګون سره مخ شي.  نړیواله ټولنه باید د نړیوالو سازمانونو، حکومتونو او مدني بنسټونو په بڼه د افغان ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره عمل وکړي.  د دغو اقداماتو له جملې څخه دیپلوماتیک فشارونه، هدفي بندیزونه او د افغان ښځو او مدني سازمانونو مالي او معنوي ملاتړ شامل دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x