روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۲:۵۲ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۷-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۶-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۱۲:۵۲
: 1

آیا دښه اخلاقو ترلاسه کول ممکنه ده؟

پایگاه خبری تحلیلی روایت : امام محمد غزالي په دې عقیده دي چې ښه اخلاق په زحمت او کوښښ سره ترلاسه کیدای شي او بد اخلاق په ښه اخلاقو بدلیږي.  هغه د هغو کسانو نظر ردوي چې د بد اخلاقو په ښو اخلاقو بدلیدل ردوي.  د امام استدلال دا دی چې که د بدو اخلاقو ښه کول ممکن نه وای، نو ستر پیغمبر به داسې حکم نه وای کړی: «خپل ځان ښه جوړ کړئ».  د رسول الله صلی الله علیه وسلم له دې وینا وروسته معلومه شوه چې له بدو څخه په ښو اخلاقو بدلول ممکن دي.  همدارنګه امام غزالي فرمايي:لکه څنګه چې کولای شو اوښان په ریاضت رام کړو او څاروي اهلي کړوهمداسې  بد اخلاق هم په ښو اخلاقوبدلَوَلی شو.

امام محمد غزالي په دې عقیده دي چې ښه اخلاق په زحمت او کوښښ سره ترلاسه کیدای شي او بد اخلاق په ښه اخلاقو بدلیږي.  هغه د هغو کسانو نظر ردوي چې د بد اخلاقو په ښو اخلاقو بدلیدل ردوي.  د امام استدلال دا دی چې که د بدو اخلاقو ښه کول ممکن نه وای، نو ستر پیغمبر به داسې حکم نه وای کړی: «خپل ځان ښه جوړ کړئ».  د رسول الله صلی الله علیه وسلم له دې وینا وروسته معلومه شوه چې له بدو څخه په ښو اخلاقو بدلول ممکن دي.  همدارنګه امام غزالي فرمايي:لکه څنګه چې کولای شو اوښان په ریاضت رام کړو او څاروي اهلي کړوهمداسې  بد اخلاق هم په ښو اخلاقوبدلَوَلی شو.

امام غزالي کارونهپه  دوه برخو وېشي

 

لومړۍ برخه: هغه شیان چې انسان پرې کنټرول نه لري.  د بېلګې په توګه غوسه او شهوت په انسان کې دوه خصلتونه دي.  که څه هم دا دواړه د انسان له وجوده نه شي ایستلای

خو د زحمت له لارې اعتدال کچې ته رسیدلی شي دا ممکنه ده، مګر ستونزمن.  دا ستونزه د دوه دلیلونه له امله ده   ؛  یو دا چې دا ځانګړتیاوې د یو شخص په طبیعت کې قوي دي.  دوهم دا چې له ډېر وخته يې دا کارونه کول او اطاعت يې پر هغه غالب شوى دى.

 

دویمه برخه: هغه کارونه چې یو شخص پرې واک لري.  [ ما پخپله دا برخه اضافه کړه.  که څه هم امام محمد غزالي وايي چې اثار په دوو برخو وېشل شوي، خو د دويمې برخې يادونه يې نه ده کړې.  شاید لاندې سرلیک د دویمې برخې په څیر وي.]

 

امام غزالي خلک په څلورو درجو ویشلي دي:

 

لومړۍ درجه: هغه ساده زړي خلک دي چې لا هم د ښه او بد په توپیر نه پوهیږي او نه ښه او بد مزاج لري.  دوی په خپل طبیعي حالت کې دي.  دا کټګورۍ د بدلون وړ دي او ډیر ژر به تعدیل شي.  دوی داسې یو چا ته اړتیا لري چې د بدو کارونو بدۍ ورته ووایي او دوی ته درس ورکړي.  ماشومان د خپل طبیعت په پیل کې یو شان دي، او مور او پلار یې د نیکۍ په لور لارښوونه کوي.

 

دویمه درجه: داسې خلک شته چې په بدو اخلاقو باور نه لري، خو له څه مودې راهیسې د شهوت او غوسې تر امر لاندې وي.  دوی پوهیږي چې دا شیان ناممکن او نامناسب دي.  د داسې خلکو درملنه ستونزمنه ده.  دوی دوه شیانو ته اړتیا لري؛  لومړی: له بد مزاجه ځان خلاصول.  دوهم:د اصلاح تخمونه په خپل ځان کې وکري

دا ډولخلک هڅه وکړي، نو ژر به سم شي اوخپل بد     مزاج به پریږدي

دریمه درجه: داسې خلک شته چې بد مزاجه وي، خو په دې نه پوهیږي چې بد دی او حتی بدرنګه شیان د دوی په سترګو کې ښه دي.  د داسې اشخاصو اصلاح په ندرت سره ممکنه ده.

څلورمه درجه: داسې خلک هم شته که هم بد کارونه کوي  او  په دا ډول بدکارونه   باور نه لري، په دې باندې ویاړ هم کوي.  د داسې خلکو اصلاح امکان نه لري ، چې جنتي نعمتونه یې ترلاسه نه کړي.  د امام غزالي په وینا، د انسان لپاره دا ممکنه نه ده چې دا ډول خوښۍ ته  ورسیږي.

 

ماخذ: کیمیا سعادت، امام محمد غزالی، ټوک.  ۲ مخ.  ۹-۱۱

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x