د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) په افغانستان کې د اوبو د کمښت ناورین په هکله خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دغې ننګونې په افغانستان کې میلیونونه خلک اغېزمن کړي دي.
دې بنسټ جمعه د وري پر ۳مه په خپل نوي راپور کې ویلي چې د افغانستان شاوخوا ۷۹ سلنه وګړي کافي اوبو ته لاسرسی نه لري.
د یاد سازمان په خبره، قوي وچکالي، اقتصادي بېثباتي، د اوږدمهاله جګړو ویجاړونکې اغیزې او اقلیمي بدلون چې د اوبو د حیاتي سرچینو د ویجاړولو لامل شوي، هغه عوامل دي څو په دې ناورین کې رول ولري.
د ملګرو ملتونو پراختيايي سازمان په خپل راپور کې د اوبو پر حیاتي رول ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یې د څښاک د پاکو اوبو رسونې له سلګونو پروژو ملاتړ کړی دی.
د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام د معلوماتو پر بنسټ، د څښاک د اوبو رسونې او کرنې په برخه کې یې پروژو په ټول هېواد کې پر ۴.۴ میلیون کسانو مثبت اغېز کړی دی.
دې سازمان داسې مهال په هېواد کې د اوبو ناورین د پراخېدو په هکله خبرداری ورکوي چې په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان شاوخوا ۶۷ سلنه خلک د وچکالۍ له ناورینه اغېزمن شوي وو.
اړوندې لیکنې :
- ملګري ملتونه: په نړۍ کې څه باندې ۳۰۰ میلیونه انسانان د خوړو توکو له کمښت سره مخ دي
- طالبان: په افغانستان کې ۲۱ میلیونه وګړي د څښاک اوبو له کمښت سره مخ دي
- ملګري ملتونه: له پرېکړو د ښځو څنډې ته کول به افغانستان له هر ډول چانس څخه بېبرخې کړي
- ملګري ملتونه: په افغانستان کې مو تر ۱۶ زرو ډېرو ښځو ته کاري فرصتونه برابر کړي
- ملګري ملتونه: په افغانستان کې وروستیو سېلابونو ښځې او ماشومان ډېر اغېزمن کړي
- د «ځمکې ورځ»؛ ملګري ملتونه: افغانستان له وچکالۍ او اقلیمي بدلونه کړېږي