ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
( بلخ د ارواښاد د مړینې د تلین په درشل ، هغه تصوف چې مینه لري او د فارسي ژبې زړه سوځي شاعر) مولانا جلال الدین محمد بلخي په ۶۰۴ هجري قمري کـــــــال کې د افغانستان د شمالي ولایتونو په بلخ ولایت کې زیږیدلی دی.
پلار یې بهاءالدین ولد ، یو له سترو مبلغینو او صوفي عالمانو څخه و.
ویل شوي چې هغه د احمد غزالي سره تړاو درلود او د امام فخر رازي معاصر وو او له هغه سره یې اختلاف درلود.
کله چې مولانا لا ماشوم نه و، پلار یې بلخ پریښود او هجرت ته ولاړ. له ډیرو سفرونو او معنوي ناستو وروسته بالاخره په کنیه کې چې د ننۍ ترکیې له دندو څخه یوه ده، اوسیده او په تدریس او تبلیغ یې پیل وکړ. د خپل پلار له مړینې وروسته ، مولانا د هغه د تدریس څوکۍ مالک شو او ډیری زده کوونکې یې د خپل شاوخوا راټول کړل. تردې چې شمس تبریزي د ده ژوند کې راڅرګند شو.
له شمس سره تر ناسته وروسته د مولانا په ژوند کې لوی بدلون راغی او نوی رنګ یې ترلاسه کړ.
د مولانا جلال الدین بلخې په ژوند کې د شمس تبریزي تر ټولو لوی اثر دا و چې هغه له مبلغ څخه په تصوفي شاعر بدل کړ. د هغه زړه مات شو.
د شمس تر لیدو وروسته ، مولانا د تدریس څوکۍ پریښوده او سندرې ویلو او مستي اوسما ته یې مخه کړه . دې پرمختګ د مولانا زده کوونکو کې د شمس په وړاندې حسد راوپارول او هغوی یې له قونیه څخه وتښتول . کله چې مولانا له شمس څخه بیل شو ، نو په ژړا شو او دردونکې غزلې یې وویلې ، تر دې چې د مولانا زوی سلطان ولد شمس شاته دمشق ته ولاړ او بیرته راوست.
خو د شمس په راتګ کې ډیروخت ونه لګیده او دا ځل د ورستي ځل لپاره له مولانا څخه جلا شو . له مولانا څخه د شمس جلا کیدل د مولانا روح او ژوند باندې اغیزه وکړه او هغه یې وهڅول چې په زړه پورې شعر ولیکي.
د همدې درد په پایله کې یو لوی دیوان جوړ شو چې نن ورځ د دیوان شمس یا دیوان کبیر په نوم یادیږي.
د شمس له نه شتون څخه ۱۵ کاله وروسته حسام الدین چلبي ، چې د مولانا د هوښیارو زده کوونکو څخه و، هغه وهڅول چې د خپلو پیروانو لپاره یو نوی کتاب ولیکي.
همدارنګه مولانا هم دا فکر یې درلوده او د حسام الدین په ځواب کې یې د خپل له لنګۍ څخه یو لیک راوویست چې ۱۸ لومړنی بیت په کې لیکل شوي و همداسې و چې مولانا په مثنوي ویلو پیل وکړ او په ۶ دفتر خپل نړیوالو دوستانو ته پریښود ځینې څیړونکې لیکلې دې چې ۶ دفتر مثنوي په هماغه ۱۸ بیت کې راغلي دي. همدارنګه لومړنۍ ۱۸ بیت چې په نی نامه پژندل شوي دي ښه او تکړه ابیا مثنوی ویل شوي. مثنوي معنوي هغه کتاب دي چې ښه ځلیدلی دی په نړۍ کې او په لسګونوانګریزیو ژبو ژباړل شوي دي .
او د دې کتاب مشوقین او دوستان سلکونې تفسیرونه او شرحې د دې په ترڅ کې لیکلنې کړي دي.
د ځانګړتیا ځای همدا دي چي دا کتاب ته د قرآن فارسي ویل شوي.
مولانا وروسته له تجارب ،مستیانې ،ګډاوې لیکنې او ویل د ۶۸ کلنۍ په عمر وفات شو چې د هجري د کال ۶۷۲ په قونیه ښارکې و.
مولانا خپل ډیروختونه د معرفت په مینه تیر کړل ، او د ژوند په پای کې یې خپل وروستې شعر وویل
ما په خوب کې ما دمینې په ډګر کې یو زوړ ولید
هغه ماته اشارت وکړ چې زما خواته راشه
مرګ او مړینه مولانا ته د نژدی والی معنی درلوده او ژوند یې د هغه او د هغه عاشق ترمنځ د پردي په شان یې ګڼل .
هغه به ویل چې یوازي مرګ دی چې زما او زما د عاشق ترمنځ دا پرده لرې کولی شي. او یوځای کولی شي لکه څنګه چې صدرالدین د هغه لیدو ته ورغی او مولانا ته یې وویل چې شفاک الله مولانا په ځواب یې وویل له د نه وروسته شفاک الله ستا وی؛ اوس زما او زما د محبوب په منځ کې یو کمیس پاتې دی، ډیر وخت به نه وي چې دا کمیس هم څیره شي.
د مولانا لارویانو د ده مرګ په وخت کې په زړه پوري واقعات بیان کړي.
له هغه ډلې څخه دا دې کله چې مولانا ناروغ شو د قونیه ښارکې زلزله شو مولانا خپلو زده کوونکو ته په طنز توګه وویل بیچاره ځمکه غوړه غوښه ته اړتیا لري دا خبره خپل ځانته یې ویل چې نور دا ژوند پاتی کیدای نه شي .
لکه څنګه چې سلطان ولد خپل ولدنامه کې نقل کړې دی مولانا تل به دا وویل چي یوه ښه نښه د خدای ج د اولیا دا ده چې په منی کې مړ شي د مولانا دا خبره رښتیا شو او په منی کې ومړ.
ویل کیږي چې مولانا خپل ژوندون کې توصیه کړې وه چې صدرالدین قنوي د جنازه لمونځ یې ادا کړي څرنګه چې مولانا خپل ژوندانه کې له صدرالدین قنوي سره اختلاف درلوده په خپل مثنوي کې پیغور ورکوه خو بیا هم دا اختلاف د دوی تر منځ کومه منفي اغیزه ونه کړه.
صدرالدین قنوي د مولانا د جنازه لمونځ ادا کولو په وخت کې بې هوښه شو وروسته د خپل بې هوښۍ لامل یې داسې بیان کړ چې د لمانځه په مهال یې د ملائکو یو لاریون ولید، چې د مولانا د جنازي په لمونځ ګډون کړي ول هغه نور ونه توانید چې ودریږي په خمکه ولوید او بې هوښه شو( خدای خبر ) داسې ویل شوي چې د مولانا په کورکې یو پیشو وسیده چې له مولانا سره انس درلوده وروسته له مولانا له مړګه هغه پیشو ۵ ورځې هیڅ هم ونخوړ او بلاخره ومړ او د مولانا زوی سلطان ولد هغه یې د مولانا په څنګ کې یې ښخ کړ.
د مولانا مړینه ټول قونیه ښار خلکو ته یو ماتم جوړ کړ او دردناکه و دوی ته لکه څنګه چې د هغه جنازه کې ټول عیسویانو ، عربو او مسلمانانو په کې ګډون کړي ول د ټولو مذاهبو او فرقو پیروانو برخه اخیسته ول .
او د مولانا په مړینه کې دوی ډیر وژړل چې ویل کیږې د رومي په تابوت ډیرکسان راټول شوي ول او ډیر ګڼه ګوڼه وه او د مولانا جسد یې له کور څخه تر ادیره راوړل او ۱۲ ساعته وخت ونیو.
خبیر جرئت
اړوندې لیکنې :
- نیپال کې د دوو بسونو چپه کېدل، پولیسو د ۵۵ سپرلیو د مړینې احتمال تایید کړ
- جلاوطنۍ کې د خبریالانو او رسنیو ټولنه: یوناما دې د سادات د مړینې مسله په بې پرې توګه وڅېړي
- له حقیقي جنت څخه ترمفسرینو جنت پورې
- له جبري عبادت څخه تر مذهبي کرکې پورې
- د ښځو په اړه د طالبانودشهواني او زړه راښکونکی لیدڅخه ترعرفاني انساني لید پورې
- دطالبانو ترمنځ د ایډیالوژيکي واټن؛ د کودتا له احتمال څخه تر ویش پورې