په خواشینۍ سره مو پرون خبر ترلاسه کړ چې ایت الله رئیسي او ورسره مل پلاوي په ختیځ اذربایجان کې د چورلکې د لوېدو له امله شهیدان شوي دي. په داسې حال کې چې غواړم د دغې غمجنې پېښې له امله د ایران د اسلامي جمهوریت دولت او خلکو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړم، په ایران کې د یو افغان مهاجر په توګه له افغان مهاجرینو سره د هغه له خدمتونو او ځانګړي چلند څخه هم یادونه وکړم. حقیقت دا دی چې په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو او ناخوالو د دې لامل شوی چې د هېواد