د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ په نړۍ کې یوه مهمه ورځ ده چې هر کال د جون میاشتې په ۲۶ نیټه د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې او د اعتیاد د مخنیوي په موخه لمانځل کیږي. دا ورځ په ټوله نړۍ کې د عامه پوهاوي د لوړولو او د نشه يي توکو او اعتیاد له پدیدې سره د مبارزې په موخه لمانځل کیږي. په تیرو څلورو لسیزو کې له بده مرغه د نشه یي توکو کښت او قاچاق هغه مسایل دي چې په افغاني ټولنه یې ډیرې ناوړه اغیزې لرلې او دوام