د طالبانو د غړو په منځ کې په ځانګړې توګه د افغانستان له پولو بهر د جهاد په اړه داخلي کړکېچونه او اختلافات یو ځل بیا روښانه شوي دي. په وروستۍ پېښه په ننګرهار کې د طالبانو د دیني مدرسې مشر ملا سلطان محمد ثاقب په ټوله نړۍ کې لهجهادڅخه دفاع وکړه او له افغانستان څخه بهر د جهاد د مشروعیت د نشتوالی په اړه د ځینو طالب چارواکو څرګندونې یې په بشپړه توګه ناسمې بللی دی. هغه د فلسطین او بیت المقدس وضعیت ته په اشارې سره پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې خپل جهادي فعالیتونه