په هغو ټولنو کې چې د فکر او شعور پر ځای د احساساتو او عاطفې توفان پهکې راج کوي، اولسونه یې د حقایقو پر ځای د مردودې مغالطې په دام کې تاریخي محاسبه کوي. زموږ د ملت یوه لویه تراژیدي دا ده چې موږ د عقل او عاطفې ترمنځ توازن نه پالو؛ د دغې بې توازنۍ له امله زموږ قضاوتونه د افراط او تفریط ترمنځ زنگېږي. خو تاریخ د یو بېپرې او فصیح شاهد په توگه، د زمانې په غبار کې د اشخاصو سیاسي او ملي دیانت نه هېروي: هغه مهال چې زموږ پر مظلومه خاوره د «کېجيبي» /