د افغانستان د ښځو د تاریخ د تحول په نوم غورځنګ د طالبانو له لوري په هرات کې د ښځو لپاره د برقع د اجباري کولو پرېکړه غیرانساني او د ښځو ضد اقدام بللې ده.
د دې غورځنګ یو شمېر غړو د جمعې په ورځ د اعتراض په توګه خپلو برقعانو ته اور هم اچولی دی.
غورځنګ په خپله اعلامیه کې ویلي، چې طالبان د ښځو پر وړاندې د زور، ګواښ او سپکاوي تګلاره دوامداره کړې ده او له نړیوالو بنسټونو یې غوښتي، چې دا پرېکړه په کلکو ټکو وغندي او د افغانستانی ښځو د ملاتړ لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
اړوندې لیکنې :
- بېنېټ: پاکستان کې زرګونه افغانستانی کډوال د جبري اېستل کېدو له ګواښ سره مخامخ دي
- د بشري حقونو یوه بنسټ تېر کال په افغانستان کې تر ۵۰۰ ډېرو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی
- بشري حقونو نړیواله ورځ؛ رینا امیري د طالبانو له بنده د ښځینه فعالانو خوشې کېدو غوښتنه وکړه
- د یوناما ماموریت غځېدنه؛ د بخښنې او بشري حقونو د څار سازمانونو د ښځو او نجونو د حقونو…
- د بشري حقونو شورا ملي راپور: له طالبانو سره هر ډول تعامل باید بشري حقونو ته په درناوي مشروط وي
- د بشري حقونو نړیوالې اعلامیې د تصویب ٧٥ کلیزه او له بشري حقونو د طالبانو په سرغړونو نیوکې










