هر ګړې د کابل په وخت : 9:05 pm
ننې نیټه : 02-11-2025
تاریخ : 02-11-2025
ساعت : 21:05

منصور احمد: د افغانستان او پاکستان ترمنځ بې‌باوري تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې ده

پایگاه خبری تحلیلی روایت : منصور احمد خان، د پاکستان پخوانی سفیر په افغانستان کې وايي چې د کابل او اسلام‌اباد اړیکې د کلونو ترینګلتیا وروسته، د وروستیو شخړو له امله تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې دي.هغه په نېشن ورځپاڼه کې په یوه مقاله کې لیکلي چې د ډیورنډ کرښې پر اوږدو طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتو د دواړو هېوادونو ترمنځ باور سخت زیانمن کړی دی.

منصور احمد خان، د پاکستان پخوانی سفیر په افغانستان کې وايي چې د کابل او اسلام‌اباد اړیکې د کلونو ترینګلتیا وروسته، د وروستیو شخړو له امله تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې دي.

هغه په نېشن ورځپاڼه کې په یوه مقاله کې لیکلي چې د ډیورنډ کرښې پر اوږدو طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتو د دواړو هېوادونو ترمنځ باور سخت زیانمن کړی دی.

هغه وړاندیز کړی چې پاکستان دې یوه ګډه سیمه‌ییزه تګلاره غوره کړي څو د افغانستان لپاره د تلپاتې ثبات زمینه برابره شي.

منصور احمد خان ټینګار کړی چې طالبان باید د پاکستان امنیتي اندېښنې ومني او له وسله‌والو ډلو سره اړیکې پرې کړي، او اسلام‌اباد باید سیاسي او اقتصادي همکاریو ته لومړیتوب ورکړي تر څو له منځه تللې بې‌باوري بیرته راژوندي شي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x