هر ګړې د کابل په وخت : 2:45 pm
ننې نیټه : 30-01-2026
تاریخ : 30-01-2026
ساعت : 14:45

پخواني وزیر بلوڅ: ټرمپ دې د بلوچستان د ازادۍ ملاتړ وکړي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د بلوچستان پخواني ایالتي وزیر او د بلوڅ ملتپاله غورځنګ ملاتړي، تارا چند، له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي چې د بلوچستان د خپلواکۍ ملاتړ وکړي او دا سیمه له پاکستانه بېله کړي.نوموړي په خواله رسنۍ ایکس لیکلي چې که ټرمپ رښتیا د سولې نوبل جایزه غواړي، نو باید د بلوچستان د ازادۍ لپاره عملي ګامونه واخلي.

د بلوچستان پخواني ایالتي وزیر او د بلوڅ ملتپاله غورځنګ ملاتړي، تارا چند، له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي چې د بلوچستان د خپلواکۍ ملاتړ وکړي او دا سیمه له پاکستانه بېله کړي.

نوموړي په خواله رسنۍ ایکس لیکلي چې که ټرمپ رښتیا د سولې نوبل جایزه غواړي، نو باید د بلوچستان د ازادۍ لپاره عملي ګامونه واخلي.

تارا چند تور لګولی چې پاکستاني پوځ له اویا کلونو راهیسې بلوچستان تر اشغال لاندې ساتلی او د بلوڅ ولس پر وړاندې د نسل‌وژنې لړۍ روانه ده.

هغه ویلي چې پوځ د سیمې طبیعي زېرمو لوټ ته دوام ورکوي، خو خلک یې لا هم له بنسټیزو خدمتونو لکه اوبو، برېښنا او ښوونې بې‌برخې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x